د اوکراین پلازمینه کیف کې سختې چاودنې شوي
Jul 04, 2025 15:30 Asia/Kabul
خبري سرچینو د اوکراین پلازمېنه کېيف کې د روسيې د سختو توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او په دې ښار کې د څو چاودنو د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.
د راپور له مخې، برید لومړی د چاودیدونکې بې پیلوټه الوتکو سره پیل شو او بیا د بالستیک توغندیو په ویشتلو سره یې دوام وکړ، چې په پایله کې یې د اوکراین د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې چاودنې رامنځته شوې.
تر اوسه د دې برید د احتمالي تلفاتو یا زیانونو په اړه کوم معلومات نه دي خپاره شوي.
اوکرایني چارواکو تر اوسه دې برید ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
ټیګونه