د روسیې چارواکي امریکا ته خبرداری ورکړ
Aug 03, 2025 09:12 Asia/Kabul
-
د روسیې د دولتي دوما د نړیوالو چارو د کمیټې رییس لیونید سلوتسکي
پارس ټوډې - د روسیې د دولتي دوما(پارلیمان) د نړیوالو چارو د کمیټې رییس د چین او هند له لارې په مسکو د فشار راوستلو لپاره د واشنګټن هڅو ته په اشارې سره، وویل چې دا ډول اقدامات په ناکامۍ محکوم دي.
د روسیې د دولتي دوما د نړیوالو چارو د کمیټې رییس لیونید سلوتسکي د واشنګټن د اقداماتو په ځواب کې، په خپل ټیلیګرام چینل کې ولیکل: په ماسکو د دباو راوړلو لپاره د یو اړم په توګه د چین او هندوستان د بدلولو لپاره د سپینې ماڼۍ او ځینو نورو لویدیځو هیوادونو پلان به ماتې وخوري.
هغه همداشان ټینګار وکړ چې واشنګټن به د ثانویه بندیزونو په لګولو سره هم، په سیاسي مقابلې کښې ماتې وخوري.
ټیګونه