د هالنډ بهرنیو چارو وزیر له دندې استعفا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i163686-د_هالنډ_بهرنیو_چارو_وزیر_له_دندې_استعفا_وکړه
وروسته له هغې چې د اسرائیل پر ضد د بندیزونو لپاره یې د کابینې ملاتړ ترلاسه نکړ، د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر له خپلې دندې استعفا ورکړه.
(last modified 2025-08-23T07:37:07+00:00 )
Aug 23, 2025 12:04 Asia/Kabul
  • د هالنډ بهرنیو چارو وزیر له دندې استعفا وکړه

وروسته له هغې چې د اسرائیل پر ضد د بندیزونو لپاره یې د کابینې ملاتړ ترلاسه نکړ، د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د را پورونو له مخې؛ د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کاسپر ویلډکیمپ په غزه کې د اسرائیلي پوځي یرغل پر ضد د اضافي بندیزونو لپاره د کابینې د ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې د ناکامۍ وروسته استعفا ورکړه.

په استعفا پورې اړوند بیان کې، کاسپر وویل: “ما د اضافي او معنادارو اقداماتو لپاره د ملاتړ ترلاسه کولو کې ناکامي وخوړه.”

هغه زیاته کړه: “زه وینم چې په غزه کې څه روان دي. د کابینې په توګه موږ له دې وړاندې څو اقدامات کړي دي. هالنډ ته د شرمېدو هیڅ دلیل نشته، خو د اضافي اقداماتو په اړه ما په کابینه کې څو ځله مقاومت احساس کړ.”

د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې هم هالنډ په اسرائیلو یو شمېر بندیزونه لګولي، خو یاد وزیر په ګڼ شمېر نورو بندیزونو لګولو ټینګار کاوه.