ایا د صهیونیستانو زوال چټک شوی دی؟
-
«بنیامین نتانیاهو» د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر
پارستودي - یوه مصري کارپوه ټینګار وکړ چې صهیونیستي رژیم د زوال او مخ په زیاتیدونکي انزوا په لور روان دی.
په وروستیو دریځونو کې، چې د فلسطین د خلکو پر ضد د بشر ضد جنایتونو له امله د صهیونیستانو انزوا او بایکاټ نور هم شدیدوي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې ورځې وینا ته باید اشاره وشي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» وویل چې د دې هیواد حکومت پرېکړه کړې چې «له اسرائیل سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې په بشپړه توګه پرې کړي» او خپل هوايي حریم د اسرائیلي الوتکو په وړاندې وتړي. د پارستودي د راپور له مخې، چې د الجزیرې په حواله ورکړل شوی، سیاسي کارپوه «محمود سلطان» په خپله تحلیلي لیکنه کې ویلي چې د صهیونیستي رژیم د بایکاټ لپاره د داسې سیاستونو غوره کول د دې رژیم انزوا نوره هم شدیدوي. هغه رژیم چې څو ځلې د لا پراخیدو خوبونه ویني او د «لوی اسرائیل» خوب په سر کې لري. دغه مصري کارپوه ټینګار کړی چې اسرائیل د زور او پروپاګند پر مټ شاته روان دی. لیکوال په دوام کې « په افریقا کې د صهیونیستي رژیم د حضور سقوط» ته اشاره کوي. د دې پر بنسټ، په افریقا کې د اسرائیل د سفارتونو شمېر په ۶۰ لسیزې کې له ۳۳ څخه اوس مهال یوازې ۱۳ ته راټیټ شوی، او د بشر ضد جنایتونو له امله په نړیواله کچه یو «کرکجن دولت» ګرځیدلی، چې د یوه منزوي رژیم انځور وړاندې کوي چې «د اقتصادي او دیپلوماتیکو هیلو» له نشتوالې سره مخ دی.
د اسرائیل د انزوا منل حتی د صهیونیستي رسنیو له خوا هم تائید شوي. د «کالکالیست» اقتصادي ویب پآڼې د اسرائیلي سرچینو په حواله په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د بشري ناورین د بحران له زیاتیدو سره سم، په تیرو څو میاشتو کې له اسرائیلي شرکتونو سره د سوداګریزو همکاریو ځنډول، د تړونونو له لاسلیک کولو څخه انکار یا هم رسمي لیکونو ته د ځواب نه ورکولو ډېرې پېښې ثبت شوي دي.
دا اقتصادي ورځپاڼه د لویدیځو او عربي هیوادونو له خوا د صهیونیستي رژیم د بایکاټ شکارندې ته په اشارې سره ټینګار کړی چې نړیوالې پانګونې صندوقونه په اسرائیلو کې تړل شوي او نړیوال بانکونه هم له اسرائیلي شرکتونو سره خپلې همکارۍ ځنډولې دي. سربېره پر دې، نړیوالې سوداګریزې کمپنۍ د اسرائیل پر ضد د «خاموش تحریمونو» له لارې خپل فعالیتونه کم کړي او اسرائیل ته د توکو صادرات په خورا ورو تګ روان دي.
دې ورځپاڼې ټینګار کړی چې اشغال شوې خاورې د سوداګریزې موخې په توګه خپل جذابیت له لاسه ورکړی او د نړیوالو شرکتونو له خوا د خاموش تحریمونو تر سیوري لاندې دی. دا خاموش او خوځنده تحریمونه د صهیونیستي رژیم په اصلي صنعتونو، په ځانګړي توګه د لوړې تکنالوژۍ په شرکتونو د پام وړ اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، د لوړې تکنالوژۍ په برخه کې، د تړونونو لغوه کولو، د پلان شوو پانګونو څخه انصراف او غیر اسرائیلي بدیلونو ته د واضح ترجیح ورکولو راپورونه شته.
په سوداګریزه او خصوصي برخه کې، د نړیوالو نندارتونونو او کنفرانسونو جوړوونکي هم د صهیونیستي رژیم استازي له دې نندارتونونو څخه منع کوي، حذف کوي یا پکې له ګډون څخه ډډه کوي. د سیاسي کارپوهانو په نظر، دا مخ په زیاتیدونکې انزوا، چې د دولتي رسمي بایکاټونو او په ټوله نړۍ کې د خلکو او اقتصادي اقداماتو سره مله ده، دا ښيي چې د «لوی اسرائیل» خوب د نړیوالو وجدانونو د بیدارۍ او مقاومت د صهیونیستانو لپاره په یوه خپسکه بدله شوې ده. د دې رژیم راتلونکی، نه په جګړې ډګر کې، بلکې په نړیوالې دیپلوماسۍ او اقتصادې ډګر کې ټاکل کیږي، هغه ډګر چې ورځ تر بلې د دوی په څنګ کې لږ متحدین لري.