اسرائیل رژیم په قطر کې د حماس په مشرانو برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164388-اسرائیل_رژیم_په_قطر_کې_د_حماس_په_مشرانو_برید_وکړ
د خبری سرچینو له راپور سره سم، اسرائیل رژیم د قطر په پلازمینې دوحې کې د حماس د غورځنګ د مشرتابه په دفتر باندې بمبارۍ کړي دي.
(last modified 2025-09-09T13:18:17+00:00 )
Sep 09, 2025 17:44 Asia/Kabul
  • اسرائیل رژیم په قطر کې د حماس په مشرانو برید وکړ

د خبری سرچینو له راپور سره سم، اسرائیل رژیم د قطر په پلازمینې دوحې کې د حماس د غورځنګ د مشرتابه په دفتر باندې بمبارۍ کړي دي.

د دې راپور له مخې، په دوحې کې د حماس دفتر په سیمه کې د لسو درنو چاودنو ږغونه اورېدل شوي دي.

د اسرائیل رژیم فوځ اعلان وکړ چي دوی په دوحې کې د حماس غورځنګ په مشرتابه باندې هوایي حمله کړې ده خو له بریده مخکې یې د ملکیانو د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره یې ځینې تابیاوې هم په نظر کې نیولې وې.

د صهیونیست رژیم ۱۴ چېنل په تازه راپور کې ویلي چي د حماس غورځنګ په نښه شوې غونډه کې خلیل الحیه او زاهر جبارین ګډون کړي وه.

ځینې داسي راپورونه هم شته چي خالد المشعل د دې غورځنګ جګپوری غړی هم په دې برید کې شهید شوی دی.

حماس پورې اړوندې سرچینې وایي چي برید داسي مهال وشو چي د دې غورځنګ مشرانو د ټرامپ له خوا وړاندې شوې د اوربند د طرحې په هکله مشورې کولې.