په اروپا کې له هر پنځو محصلینو یو نفسیاتی ناروغي لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i165010-په_اروپا_کې_له_هر_پنځو_محصلینو_یو_نفسیاتی_ناروغي_لري
پارس ټوډي – یو  اروپائي  چینل د اروپا د محصلینو په مینځ کې د نفسیاتي ناروغیو د بحران د رامینځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
(last modified 2025-09-24T07:41:00+00:00 )
Sep 24, 2025 12:08 Asia/Kabul
  • په اروپا کې له هر پنځو محصلینو یو نفسیاتی ناروغي لري

پارس ټوډي – یو  اروپائي  چینل د اروپا د محصلینو په مینځ کې د نفسیاتي ناروغیو د بحران د رامینځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

روانپوهانو ویلي، د اروپا د محصلینو په مینځ کې د نفسیاتي  بحران د زیاتوالي اصلي لاملونه د اکاډمیک فعالیت دباؤ، مالي ستونزې او د تنهائۍ او انزوا د احساس زیاتوالی دی.

د پارس ټوډې ، د قدس آنلاین ویب‌پاڼې په حواله راپور ورکوي، د نایټ‌لاین اروپا چینل  له خوا په ۲۰۲۵ کال کې خپور شوی یو نوی راپور په اروپا کې د محصلینو د نفسیاتی  روغتیا په اړه یو حیرانوونکی انځور وړاندې کوي. دا راپور، چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۳ تعلیمي کال په اوږدو کې په  آسټریا، فرانسې، جرمني، ایرلینډ او بریتانیا  هیوادونو کې له ۱۵ زرو  زیاتو ټیلیفوني اړیکو او آنلاین چټونو د تحلیل پر  اساس جوړ شوی، ښئي چې د لوړو زده‌کړو په محصلینو  کې نفسیاتي ستونزې مخ په زیاتېدو دي.

د تېرو راپورونو  په اپوټه چې د اروپائي اتحادئې ۴۰ فیصدي محصلین ئې د نفسیاتي  روغتیا یا هوساینې له ستونزو سره مخامخ بلل، نوي معلومات ښئي چې دا بحران نور هم زیات  شوی، تر دې چې په اروپا کې کابو ۲۰ فیصدي محصلین له نفسیاتي ګډوډیو سره مخ دي.

د موندنو له مخې، خپګان اوسټریس او  اضطراب په  ۷۱ فیصدي خوریدا سره  تر ټولو عامې ستونزې دي. ورپسې د کم‌توجهۍ او زیات فعالیت ګډوډي (ADHD) د ۲۵ فیصده ، د خوړو اختلالات   ۲۰ فیصده،  شخصیتي  ګډودي او اختلالات   ۱۱ فیصده  او د  نشو یا روږدیدا ترینګلتیا او  اختلالات  ۸ فیصده  دی.

د دې پر اساس ، په اروپائي اتحادئې کې ډېری  نفسیاتي ګډوډي یا اختلالات له ۲۵ کلنۍ مخکې څرګندیږي او نیمائي ئې تر ۱۴ کلنۍ پورې معلومېږي.

د دغو ستونزو زیاتوالی د پام وړ دی؛ د   مثال په توګه، په آیرلینډ کې،له  ۱۸  کلونو رانیولې تر ۲۵ کلنو ځوانانو  کې د سخت خپګان کچه له ۲۰۱۲ کاله تر ۲۰۱۹ کال پورې له ۱۴ فیصدو څخه ۲۱  سلنې ته لوړه شوې ده.

فرانسه لا پسې ناوړه حالت لري. له  ۱۸ کلنئ څخه  تر ۲۴ کلنو ځوانانو په مینځ کې د ځان‌وژنې افکار له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په  ۲۱۸ سلنه زیاتوالي سره له ۳.۳  فیصدو  څخه ۷.۲  فیصدو ته رسېدلي دي.

د نایټ‌لاین د اړیکو په تحلیل کې، ۱۰.۲۸ فیصده  اروپائي ټلیفونونه د ځان‌وژنې په اړه وو، خو دا شمیره په فرانسې کې ۱۶.۲۰ سلنې ته رسیږي، یعنې د اروپا د  متوسط  ۱.۵۷ برابره. همدارنګه، فرانسه د تنهائۍ یا یوازیتوب  او د زړه تنګون (۱۶ فیصده)، ناامنۍ او د کور جوړولو ستونزو (۱۰ سلنه) او فزیکي او نفسیاتي  تاوتریخوالي (۴ سلنې) په اړه تر ټولو زیاتې اړیکې لري.

فرانسه  له  بریتانیا وروسته د جنسي تاوتریخوالي په اړه د محصلینو ترمینځ د اړیکو له پلوه دویم مقام لري. زیانمنونکې ډلې لکه توکمیز محصلین، اقتصادي پلوه ناامنه یا معلولیت لرونکي محصلین ډیر  زیات له خطرو سره مخ دي. د روغتیا نړیوالې  ادارې  اټکل کوي چې هر کال په نړۍ کې ۱۲ میلیارډ کاري ورځې د خپګان او  سټریس له امله له لاسه ورکول کیږي، چې دا د تولید د کمښت له امله کابو  یو ټریلیون ډالرو زیان په ګوته کوي. د محصلینو په کچه، دا بحران نه یوازې د ځوانانو شخصي  پرمختګ ګډوډوي، بلکې د نفسیاتي  روغتیا خدماتو او تعلیمي نظام باندې دروند پیټی اچوي.