ملګري ملتونه؛د نتانیاهو د انزوا صحنه؛د نتنیاهو مخاطبې خالۍڅوکۍ
پارس ټوډي – د ملګرو ملتونو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کې لسګونو ډیپلوماټان د نتانیاهو د وینا له پیل سره سم له هاله ووتل؛ دا د غزې د جنګ په وړاندې یو ښکاره اعتراض ؤ چې په عربي او اسرائیلي رسنیو کې ئې پراخ انعکاس وموند.
د نړئ د ډیپلوماټانو له خوا د نتانیاهو د وینا د ستر هال پرېښودل، چې د قطر الجزیره ټيلیویژني چینل پشمول ډیری عربي رسنیو او همدارنګه د اسرائیلړ داخلي رسنیو له خوا راپور شوي، د نتانیاهو په غزې کې د هغې جګړې او نسل وژنې پر ضد د اعتراض په توګه ترسره شول، چې اوس دریم کال ته نږدې کیږي.
د اسرائیلو د ۱۲ ټيلیویژني چینل د ډیپلوماټانو له ستر هاله د وتلو په اړه راپور ورکړی او دا ئې د اسرائیلو په اړه د نړۍ د نظر څرګنده ځانګړنه وبلله او اعلان ئې کړ: د نتانیاهو د وینا پر مهال د لسګونو ډيپلوماټانو د وینا له هاله وتل، د نړۍ له خوا زمونږ پر مخ د توکو د تووکولو معنی لري.
د دغه صهیونیسټي چینل په وینا، د نتانیاهو د وینا پر مهال هال تقریباً خالي شوی ؤ او د اسرائیلي پلاوي د غه وضعیت د جبرانولو لپاره ودرید او لاسونه ئې پړکَول. ځینو اسرائیلي رسنیو هم د نتانیاهو په فعالیت باندې په نیوکو سره، د هغه وینا کمزوري او له وارخطائۍ سره مل وبلله
د اسرائیلو د ۱۳ ټيلویژني چینل یوه خبریال د دغه وضعیت په باب وویل: کله چې ډیپلوماټانو د نتانیاهو د وینا له پیل سره سم هال پريښود، دا د نتانیاهو پر مخ نه، بلکې د اسرائیلو پر مخ د تووکو د اچولو معنی لري.
الجزیره خبری چینل هم په یوې مقالې کې چې عنوان ئې «تقریبا خالی هال ته د نتانیاهو وینا»ؤ، لیکلي دي ؛: د جمعې ورځې د نتانیاهو وینا، چې د نړیوالې جنائي محکمې له خوا تعقیب کیږي، په ملګرو ملتو کې د اسرائیلي رسنیو له نیوکو سره مخ شوې ده. د غغه چینل په وینا، د نتانیاهو د وینا پر مهال، د ځینو اسرائیلي بندیانو کورنیو د ملګرو ملتو مخې ته مظاهره هم وکړه. او د نتن یاهو پر کړچار ئې سختې نیوکې وکړې.
په ورته وخت کې،له دغه ځاي سره په نزدې کې د فلسطین په ملاتړ مظاهرې ترسره شوې، چې مظاهره کوونکو د فلسطین بیرغونه په لاسونو کې اوچت کړي وو او په غزې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جګړې او نسل وژنې پر ضد ئې خپل مخالفت اعلان کړ او د دغې جګړې د پاي ته د رسېدو غوښتنه ئې وکړه.
القدس العربي ورځپاڼې هم په دې اړه لیکلي: د اسرائیلو اپوزیشن د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نتانیاهو وینا په سختۍ سره ورټله او دا ئې هغه پخوانئ دوکې وبللې چې د اسرائیلو وضعیت ئې خراب کړی دی؛ د هغوي په نظر، دا څرګندونې د یوه لومړي وزیر نه، بلکې یوازې د یوه ګوند د مشر خبرې وې.
په ورته وخت کې، عبري ژبې ورځپاڼې یدیعوت آحارانوت هم اعتراف وکړ چې د نتانیاهو د وینا په پیل کې د نړۍ د مشرانو له خوا د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډې تالار پريښودل، په تر ټولو څرګنده توګه دا ښئي چې دا رژیم اوس د نړیوالو له خوا تر کومه حده منزوي شوی دی.
د جمعې په شپه،د نتانیاهو د وینا له پیل سره سم،د نړۍ مشرانو او او لوړپوړو ډيپلوماټانو پر هغه پسې ملنډې ووهلې او هغه ئې هوو کړ او د هغه وینا په هماغو لومړیو دقیقو کې د حاضرو کسانو په ډیرزیات شوماشور کې پیل شوه.د نتانیاهو د وینا په پیل سره،د نړۍځینو مشرانو او لوړ پوړو ډيپلوماټانو د ملګرو ملتود عمومي اسمبلۍ غونډې هال پريښود.
د اکسیوس ویب پاڼې صهیونیستي خبریال باراک راوید،د نتانیاهو د وینا په پیل کې د نړۍ د مشرانو او ډيپلوماټانو د وتلو انځور خپور کړ او وې وئيل چې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډې هال اوس خالي دی.