له بندیزونو سره سره د ایران د تیلو صادرات دوام لري
یوې امریکايي ویبپاڼې لیکلي چې د "اسنیپ بیک " په نوم د بندیزونو له بیا پلي کولو سره سره، داسې نه ښکاري چې دا بندیزونه به د ایران د تیلو تولید او صادرات کم کړي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، یوې امریکائي ویبپاڼې پرون د ایران پر ضد د بیا پلي شوو بندیزونو او د تیلو د صادراتو د وضعیت په اړه په یوه تحلیل کې لیکلي چې د "مکانیسم ماشه" یا سنیپ بیک له لارې د بندیزونو له بیا فعالولو سره سره، د ایران د تیلو تولید او صادرات نه یوازې کم شوي نه دي، بلکې له ۲۰۲۰ کال راهیسې هره ورځ ۱.۴ میلیونه بیرله زیات شوي هم دي.
د ایفایکس استریت ویبپاڼې په وینا، چین او هند د ایران د تیلو اصلي پیرودونکي دي او نوي معلومات ښئي چې نورو هیوادونو هم د ایران د تیلو د پیرودونکو په ډلې کې ځای موندلی دی.
دې ویبپاڼې لیکلي چې د ایران پر ضد د "اسنپ بیک " په نوم د بندیزونو له بیا پلي کولو سره سره، داسې نه ښکاري چې دا بندیزونه به د ایران د تیلو تولید بیا کم کړي. پخوا هم سخت بندیزونه پلي شوي وو، خو ایران وتوانېد چې د ۲۰۲۰ کال له ټیټې کچې څخه خپل ورځنی تولید په پام وړ توګه، یعنې ۱.۴ میلیونه بیرلونه زیات کړي.
چین د غیر رسمي لارو په وسیله د ایران د تیلو ترټولو مهم پیرودونکی دی. په ستمبر میاشت کې، هند هم ظاهراً په لومړي ځل په رسمي توګه له ایران څخه تیل اخیستي دي. په ورته وخت کې، د هند یوه پلاوي د امریکا د حکومت له استازو سره په لیدنې کې ویلي چې یوازې هغه وخت به له روسيې څخه د تیلو واردول کم کړي، که چیرې اجازت ولري چې په بدل کې له ایران او وینزویلا څخه زیات تیل وارد کړي.
دې ویبپاڼې په پای کې لیکلي چې د تیلو د ټانکرونو اړوند معلومات ښئي چې په منځني ختیځ، ترکیې او برازیل کې د ایران د تیلو نوي پیرودونکي پیدا شوي دي.
د مریټایم اکسکیټیؤ په نوم یوې بلې امریکايي ویبپاڼې هم په یوه راپور کې د " له بندیزونو سره سره د چین پر لور د ایران د تیلو د پلور دوام " تر سرلیک لاندې لیکلي: تحلیلونه ښيي چې چین د ۲۰۲۵ کال په لومړیو اته میاشتو کې هره ورځ ۱.۴۵ میلیونه بیرلونه خام تیل له ایران څخه ترلاسه کړي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله لږ څه زیات دي.
دې ویبپاڼې په خپل راپور کې زیاته کړې: احتمالاً چین به د ایران د ورځني ۱.۶ میلیونه بیرلو تیلو صادراتو ۸۰ سلنه ترلاسه کولو ته دوام ورکړي، پرته له دې چې د تیلو ټینکرې په سمندر کې ودریدل شي.