د ناټو عمومي منشي:موږ ټول په خطر کې یو
پارس ټوډی- د ټاتو عمومي منشي مارک روته یو ځل بیا د روسيې له خوا د اروپايي هېوادونو پر وړاندې د زیاتېدونکو ګواښونو خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ: موږ ټول په خطر کې یو.
مارک روته، د ډنمارک په کپنهاګن کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو د غونډې په څنډه کې د ایټالیا د «ټي جي وان» شبکې سره په مرکه کې، د مسکو له خوا د اروپا پر وړاندې ستراتیژیکو ګواښونو ته په اشارې سره ادعا وکړه: د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین زموږ اصلي دښمن او اوږد مهاله ګواښ دی.
د ناټو عمومي منشي په دې ټلویزیوني مرکه کې یو ځل بیا خپل پخواني بیانات تکرار کړل چې د روسيې پرمختللي توغندي کولای شي د روم، امستردام یا لندن په څېر ښارونه د غږ له سرعت پنځه چنده چټکتیا سره په نښه کړي.
د اروپايي اتحادیې مشرانو د اکتوبر په لومړۍ نېټه (۲۰۲۵) د کپنهاګن په غونډه کې د «بې پیلوټه الوتکو دیوال» جوړولو، د مسکو څخه د مایع ګازو واردولو بندولو او د روسيې د منجمد شویو شتمنیو په کارولو سره اوکراین ته د پور ورکولو موضوع وڅېړله.
د اروپايي اتحادیې مشرانو په ډانمارک کې په یوه غیر رسمي غونډه کې د بې پیلوټه الوتکو د نفوذ پر وړاندې د «بې پیلوټه الوتکو دیوال» جوړولو موضوع هم وڅېړله.
دا غونډه یوازې څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې د ډانمارک هوايي حریم د ناپېژندل شوو بې پیلوټه الوتکو لخوا نقض شوی و.