ګارډین: لویدیځ په غزه کې د "سولې په وهم" زړه خوشالوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i165576-ګارډین_لویدیځ_په_غزه_کې_د_سولې_په_وهم_زړه_خوشالوي
پارس ټوډې - یوې برطانوي رسنۍ لیکلي: لویدیځ د "سولې پروسې" په وهم سره د صهیونیسټ رژیم د نیواک او جنایتونو په واقعیت ته سترګې پټې کړې دي او دا یوه داسې پروسه ده  چې نه یوازې په تیرو ۷۵ کلونو کې پای ته نه ده رسیدلې، بلکې په منظم ډول یې مشروع بڼه هم غوره کړې ده.
(last modified 2025-10-07T07:01:31+00:00 )
Oct 07, 2025 11:27 Asia/Kabul
  • ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتانیاهو
    ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتانیاهو

پارس ټوډې - یوې برطانوي رسنۍ لیکلي: لویدیځ د "سولې پروسې" په وهم سره د صهیونیسټ رژیم د نیواک او جنایتونو په واقعیت ته سترګې پټې کړې دي او دا یوه داسې پروسه ده  چې نه یوازې په تیرو ۷۵ کلونو کې پای ته نه ده رسیدلې، بلکې په منظم ډول یې مشروع بڼه هم غوره کړې ده.


 

د پارس ټوډې په لیکنه، برطانوي ورځپاڼې "ګارډین" په یو نوي تحلیل کې دې حقیقت ته اشاره کړې چې په سیمه کې د صهیونیسټ رژیم تاوتریخوالی د لویدیځې نړۍ لپاره پټ او نه ښکاریدونکې ګڼل کیږي ځکه چې په تیرو دوو کلونو کې، دې رژیم په سیستماتیک ډول غزه ویجاړه کړې او لسګونه زره فلسطینیان یې وژلي دي خو د لویدیځو حکومتونو لخوا هیڅ د پام وړ غبرګون نه لیدل کیږي.

ګارډین لیکلي: د دې ویجاړۍ په وړاندې د لویدیځو حکومتونو غبرګون د جګړې په لومړي کال "په څرګند او بې قید و شرطه ملاتړ" سره پیل شو، بیا یې "سطحي اندیښنې څرګندې کړې" او په پای کې یې د وسلو د بندیز یا د سوداګریزو اړیکو د کمولو احتمال په اړه "خالي ګواښونه" څرګند کړل او په دې وروستیو میاشتو کې هم دغو حکومتونو «په مشروطه توګه په رسمیت د فلسطین هیواد د پیژندلو» خبره کړې ده چې د لیکوال په وینا، «په هم دغه شیبه له نقشې د هغه هیواد پاککیدو کتونکي دي».

د دې مقالې د لیکوال په وینا، نړۍ هیڅکله د فلسطینیانو غږ نه دی اوریدلی او لاهم د نیواکګر رژیم امنیتي اندیښنو ته د فلسطنیانو پر حقوقو او ژوند باندې ترجیح ورکوي.

ګارډین ټینګار کوي چې فلسطینیان په تیرو ۷۵ کلونو کښې له دوه ډول تشدد  سره مخامخ پاتې شوي دي: اول، د فلسطیني ټولنې د سر، مال، ځمکې او ټولنې خلاف د صهیونیسټي رژیم نیغ په نیغه تاوتریخوالی او دویم لویدیځ تشدد چې یوازې د بشپړې نابودۍ په شیبو کښې په ظاهري او سرسري توګه، د فلسطینیانو رنځ او کړاو په رسمیت پيژني.

د دې مقالې د لیکوال په وینا، نړۍ هیڅکله د فلسطینیانو خبرې نه دي اوریدلي او د فلسطینانو د حقونو او ژوند په پرتله د اشغالګر رژیم امنیتي اندیښنو ته لومړیتوب ورکوي.

د ګارډین په وینا، صهیونیسټي رژيم رژیم د خبرو اترو پوښښ، د ښارګیو د پراخولو لپاره کارولی دی او «د نویو میداني حقیقتونو» په رامینځټه کولو سره یې د مذاکرې په هر پړاو کښې خپل موقعیت پياوړی کړی دی.

د ګارډین د مقالې په یوه بله برخه کښې راغلي دي، هغه څه چې نړۍ یې«د صلحې د بهیر» په توګه پيژني، په حقیقت کښې د نیواکګرۍ او د منظمې ځپنې د پټولو لپاره یوه غولوونکې پرده ده او په داسې حال کښې چې نړۍ په سفارتي شعارونو کښې غرقه ده، صهیونیسټي رژيم د ښارګیو په پراخولو، د تلاشۍ د پوسټو په جوړولو او د ورځني تشدد په کارولو سره، خپله سلطه لا ژوره کړې ده.

دا مقائله په جزئیاتو سره وضاحت ورکوي چې نیواکګر رژیم څه ډول حتی غزې ته د سرطان د درملنې د تجهیزاتو د رسیدو او د درملنې لپاره له غزې نه د ناروغانو د وتلو مخه نیولې ده. د صهیونیسټي رژیم پوځ حتی د غزې د خلکو د ورځنۍ کالرۍ اندازه حساب کړې چې دغې سیمې ته د خوړو د واردیدو اندازه معلومه کړي.

ګارډین دا کار «اداري شکنجه» بولي چې «د امنیتي اندیښنو» په چوکاټ کښې توجیه کیږي، خو سره له دې لویدیځ هیوادونه اوس هم د «دوه حکومتي حل لارې» خبره کوي او د دغو سیاستونو له غندلو ډډه کوي.

دغې انګلیسي رسني خبرداری ورکړی د امریکې په مینځګړیتوب د وړاندې شویو طرحو په شمول اوسني پلانونه، یوځل بیا صهیونیسټي رژیم ته د غزې د برخلیک د ټاکلو بشپړ واک او اختیار ورکوي.