چین ۱۴ امریکايي او کاناډايي شرکتونه او سازمانونه تحریم کړل
Oct 10, 2025 07:31 Asia/Kabul
پارس ټوډی - چین د ملي امنیتي دلایلو له امله ۱۴ امریکايي او کاناډايي شرکتونه او سازمانونه تحریم کړل.
د چین د سوداګرۍ وزارت دا امریکايي او کاناډايي شرکتونه خپل «غیر معتبر نهادونو لیست» ته اضافه کړل او په دې تورن کړل چې «د چین ملي حاکمیت، امنیت او پرمختیايي ګټو ته یې جدي زیان رسولی دی.»
دا شرکتونه له چین سره د وارداتو او صادراتو، په دې هېواد کې د نوو پانګونو او د چینایي سازمانونو یا اشخاصو سره د معلوماتو په انتقال یا همکارۍ کې منع شوي دي.
ټیګونه