پوځي شنونکی: اروپا د وسلو سیالي بایللې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i165722-پوځي_شنونکی_اروپا_د_وسلو_سیالي_بایللې_ده
پارس ټوډې - یوه پوځي شنونکي په داسې حال کې چې د اروپا او روسیې ترمنځ کړکېچونه د زیاتېدو په حال کې دي، ټینګار وکړ چې اروپایي اغېزمن هوايي دفاع نه لري او «په اوږدمهاله جګړه کې بریالۍ کېدای نه شي.»
(last modified 2025-10-10T10:43:06+00:00 )
Oct 10, 2025 15:11 Asia/Kabul
  • پوځي شنونکی: اروپا د وسلو سیالي بایللې ده

پارس ټوډې - یوه پوځي شنونکي په داسې حال کې چې د اروپا او روسیې ترمنځ کړکېچونه د زیاتېدو په حال کې دي، ټینګار وکړ چې اروپایي اغېزمن هوايي دفاع نه لري او «په اوږدمهاله جګړه کې بریالۍ کېدای نه شي.»

لیکوال او پوځي د چارو شنونکي آندري مارتیانوف، د روسیې او اروپا ترمنځ وروستیو پوځي ګواښونو ته په اشارې سره وویل چې اروپایانو «د وسلو سیالي بایللې ده.»

د پارس ټوډې د راپور له مخې، مارتیانوف په دې اړه وویل: «اروپا په اوږدمهاله جګړه کې بریالۍ کېدای نه شي، دا دومره ساده ده. اروپا هېڅکله اغېزمن هوايي دفاع نه لري. د آستر ۳۰ توغندي او هر هغه څه چې هلته ایښودل شوي، ناسم فعالیت یې کړی دی.»

پوځي کارپوه زیاته کړه: «دوی (اروپایان) نشي کولای هغه په کافي اندازه تولید کړي. اروپایان د دې لپاره صنعتي ظرفیت نه لري.»

مارتیانوف د دې وچې د وسلو د تولید تاریخي سوابقو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: «اروپایانو د وسلو سیالي د متحده ایالاتو په پرتله خورا ناوړه بایللې ده.»

له دې مخکې د اروپايي کمېسیون مشرې اورسلا فون در لاین د اروپایي هېوادونو په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو تحرکاتو ته په اشارې سره ادعا کړې وه چې د دې وچې او روسیې ترمنځ یوه «ترکیبي جګړه» روانه ده او اروپایي وچه باید «د خپل آسمان د دفاع او ساتنې وړتیا ترلاسه کړي.»