چین: د ټرمپ اداره دې خپلې تېروتنې اصلاح کړي
د چین د بهرنیو چارو وزارت د پېکینګ په وړاندې د امریکا د چلندونو په اړه خبرداری ورکړ او اعلان یې کړ چې واشنګټن باید خپلې تېروتنې اصلاح کړي.
د تسنیم خبري آژانس نړیوال ډلې د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په اونيز خبري کنفرانس کې د دې موضوع په اړه وویل: پېکینګ د متحده ایالاتو د نوي تحریمونو پر وړاندې قاطعانه مخالفت کوي او هر هغه څه به وکړي چې د خپلو مشروع حقونو او ګټو د ساتنې لپاره اړین وي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: د لوړو تعرفو په مرسته چین ته ګواښ کول زموږ سره د تعامل سمه لاره نه ده.
نوموړي وویل: متحده ایالات باید خپلې تېروتنې اصلاح کړي او د دواړو مشرانو تر منځ د ټیلفوني اړیکو په تفاهماتو باندې باید عمل وکړي.
هغه وایي، دواړه خواوې باید د خبرو اترو له لارې د یو بل اندیښنو ته ځواب ووايي او اختلافات د برابرۍ، احترام او متقابلو ګټو پر بنسټ اداره کړي تر څو دوه اړخیزه اړیکې په ثابت، سالم او پایدار مسیر کې وساتل شي.
وروسته له هغه چې متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د چینایي کښتیو څخه به په خپلو بندرونو کې د بندر فیس اخلي، چین هم پریکړه وکړه چې د امریکایي کښتیو څخه به ځانګړی بندري فیس واخلي.