اوکراین ته د  تاماهاؤک توغنديو ورکول روسیې او امریکااړیکې خرابوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166032-اوکراین_ته_د_تاماهاؤک_توغنديو_ورکول_روسیې_او_امریکااړیکې_خرابوي
پارس ټوډي- د روسيې ولسمشر  امریکا ته هشدار ورکړ چې  او کراین ته د تاماهاوک توغنديو  لېږل د مسکو او واشنګټن ترمینځ اړیکو ته زیان رسوي.
(last modified 2025-10-17T08:35:41+00:00 )
Oct 17, 2025 12:39 Asia/Kabul
  •  اوکراین ته د  تاماهاؤک توغنديو ورکول روسیې او امریکااړیکې خرابوي

پارس ټوډي- د روسيې ولسمشر  امریکا ته هشدار ورکړ چې  او کراین ته د تاماهاوک توغنديو  لېږل د مسکو او واشنګټن ترمینځ اړیکو ته زیان رسوي.

تاماهاوک توغندی تر   ۲ زره او ۵۰۰ کیلومیتره پورې په واټن لګیږي او  ۴۵۰ کیلوګرامه چاودیدونکی سرګلوله  لري او اوکراین ئې له واشنګټن څخه  غوښتنه کړې ده.

 د پارس ټوډي له راپور  سره سم ، در وسیې   ولادیمیر پوتین  خپل امریکائي همڅنګ  ډونالډ ټرمپ ته خبرداری  ورکړی چې کیف ته د تاماهاوک لر واټنه توغندیو ورکول  د مسکو او واشنګټن اړیکو ته  جدی تاوان  رسوي.د کرملین مرستیال  یوري اوشاکوف  پرون  د روسيې او امریکا د  ولسمشرانو ترمینځ له  ټیلیفوني  خبرو وروسته وویل: ولادیمیر پوتین پخپل دریځ  بیا یو ځل ټينګار وکړ او وې وئيل، اوکراین ته د تاماهاوک توغندي لیږد به به د جګړې میداني حالت بدل نه کړي بلکې دوو هیوادونو اړیکو ته به ډېر تاوان   ورسوي او د اوکراین د جګړې  د هواري امکانات به له مینځه یوسي.

 تل ابیب د غزې د بیا رغونې د تجهیزاتو د واریدیدا لپاره خنډونه جوړوي

پارس ټوډي- یوې صهیونیسټیی رسانۍ معاریو  نن  په یوه راپور کې تائید کړې چې اسرائیلي رژیم د غزې تړانګې  ته د بیا رغونې د  تجهیزاتو د واریدیدا اجازت نه ورکوي او  په لارې کې  ورته خنډونه جوړوي.

یوې صهیونیسټي ورځپاڼې معاریو د یوې اسرائیلي امنیتي سرچینې په حواله تائید کړې چې ددغه  رژیم پوځ په  غزې تړانګې کې د بنسټیزو بیا رغونې دعملیاتو د پیلولو  د امکان برابروونکو هر ډول تجهیزاتو  د واریدیدا مخه نیسي. حماس غورځنګ هم په یوې اعلامیه کې  ویلي چې تر کنډوالو لاندې د پاتې مړیو راایستل  ځانګړو  سترو تجهیزاتو او  آلاتو ته اړتیا لري، خو  اسرائیلي رژیم د دغو تجهیزاتو د واریدیدا د  مخنیوي له امله اوسمهال د دې کار امکان نشته. دغه  غورځنګ  په یوې خبرتیا کې ټينګار کړی چې د مړو په منتقلولو کې هر ډول ځنډ د نتانياهو کابینې  کارړنګونو ته ورګرځي چې د  خنډ جوړونې او د اړتیاوړ  امکاناتو او  تجهیزاتو  د برابرولو  دمخنیوي  له امله  له کنډوالو  د مړیو د ویستلو پروسه  سسته شوې ده. حماس  له اسرائيلو سره شوي  موافقې ته  خپلې  ژمنتیا ته  اشاره  کړې،  او وئيلي ئې دي چې لا هم د پاتې ټولو مړو منتقلولو ته  ژمن دی، په داسې حال کې چې نتانياهو د ځنډ او  مخنیونې له لارې د مقاومت هڅې او د مړو ته د رسېدو لپاره  د بشري مرستو او اقدامات  په وړاندې خنډونه جوړوي.