خبرونه | مادورو: د سیا توطئه شنډ شوی
- 
					  نیکولاس مادورو، د ونزویلا ولسمشر 
پارس ټوډی- د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د صهیونیسټ رژیم له خوا د غزې پر بې دفاعو خلکو دوامداره بریدونه غندلي.
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائی، د چهارشنبې په ورځ د صهیونیسټ رژیم پراخه هوایي بریدونه چې پر جنوب، منځني او شمالي غزې تړانګې او د فلسطیني کډوالو خیمې یې په نښه کړي او له امله یې د ماشومانو په ګډون لسګونه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي، په سختو ټکو غندلي.
نوموړي زیاته کړه چې د امریکا د هر اړخیز ملاتړ په سیوري کې د صهیونیستي رژیم له لوري د بشري او بشردوستانه حقونو دوامداره سرغړونې د نړیوالو قانوني اصولو ښکاره نقض دی، او ټینګار یې وکړ چې د اوربند د ضمانت کوونکو هېوادونو ځانګړې دنده ده چې د دغه رژیم جګړهپالې او نسلوژونکې کړنې مهار کړي.
د فرانسې پارلمان استازی: نتنیاهو ترهګر دی
د فرانسې پارلمان استازي توماس پورتس، د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر د بنیامین نتنیاهو له خوا پر غزې د ګواښونو او پر فلسطینیانو د دوامداره جنایتونو ته په غبرګون کې سختې او بې مخینې خبرې وکړې او هغه یې ترهګر وباله.
دا فرانسوي قانون جوړوونکي په یوه پیغام کې لیکلي: په داسې حال کې چې نړۍ خپل پام بلې خوا ته اړولې. موږ به هیڅکله په دې وژنو کې شریک نه یو.
حماس: د صلیب سرخ استازیو سره د اسیرانو لیدو مخنیوی، د هغوی د بنسټیزو حقونو نقض دی
د فلسطین اسلامي مقاومت جنبش (حماس) اعلان وکړ چې د اشغالګر رژیم د جګړې وزیر یسرائیل کاتس امر د نړیوالې صلیب سرخ کمیټې استازیو ته د بندخونو لیدو او له سلګونو فلسطیني اسیرانو سره لیدو مخنیوی، د فلسطیني اسیرانو یو بنسټیز حق سرغړونه ده او د اسیرانو پر وړاندې د سازمان یافته جنایتکارانه سرغړونو لړۍ ته زیاتېږي چې وژنه، شکنجه، لوږه ورکول، طبي غفلت او د هغوی په اړه معلومات پټول پکې شامل دي.
د صهیونیسټ رژیم عسکرو یو لبناني کلي ته ننوتل
خبري سرچینو راپور ورکړ چې د صهیونیسټ رژیم عسکرو بیا د اوربند سرغړونه کړې او د لبنان جنوبي بلیدا کلي ته ننوتي.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ یوې ډلې وروسته له لبنان او فلسطین پولې تېرېدو د بلیدا موقتي ښاروالۍ ودانۍ ته ننوتي.
د لبنان پوځ د چمتووالي حالت ته داخل شوی او ډېر ځواک او تجهیزات یې دې سیمې ته راغوښتي.
د چک جمهوریت په یوه هوايي ډګر کې یو صهیونیسټ عسکر نیول شوی
د صهیونیسټ یدیعوت آحارانوت ورځپاڼې په راپور کې لیکلي چې چک جمهوریت د صهیونیسټ رژیم د پوځ یو عسکر د هغه د مېرمنې سره په پراګ هوايي ډګر کې څو ساعته نیولی او د دې اروپا هېواد ته د ننوتلو مخه یې نیولې.
آحارانوت زیاته کړه چې دا اقدام د چک چارواکو وروسته له هغه وکړ چې دوی د فرانسې حکومت له خوا د دې صهیونیسټ عسکر د سفر بندېز راپور ترلاسه کړ چې د غزې په جګړه کې د جنګي جنایت له امله و.
ګروسي: له ایران سره په همکارۍ کې یو
د نړیوالې اټمي انرژۍ ادارې مشر رافائل ګروسي، د چهارشنبې په ورځ وویل: موږ له ایران حکومت سره په همکارۍ او درناوي خبرو کې یو او غواړو دا لارې ته ادامه ورکړو.
ګروسي د دې ادعا په بیانولو چې د نړیوالې اټمي انرژۍ ادارې راپور مخکې له صهیونیسټ رژیم له خوا پر ایران د ۱۲ ورځنۍ تحمیلي جګړې څخه د پخوانیو راپورونو سره بنسټیز توپیر نه درلود، ادعا یې وکړه: سره له مختلفو نظرونو درناوي، دا ډول برداشت غلط دی او سمه نه ده چې یوه نړیواله اداره په هغه څه تورنه شي چې ورسره هیڅ اړیکه نه لري.
ټرمپ د اټمي وسلو ازموینې بیا پیلولو امر صادر کړ
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپل ټولنیز رسنۍ تروت سوشال کې په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې د دې هېواد د جګړې وزارت ته یې امر کړی چې اټمي وسلو ازموینې بیا پیل کړي.
هغه همدارنګه ادعا وکړه: د دې وسلو د عظیم ویجاړونکي ځواک له امله، له دې کار څخه کرکه مې لرله خو بله لاره مې نه درلوده.
د امریکا او چین ولسمشران په جنوبي کوریا کې سره ولیدل
خبري سرچینو راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او شي جین پینګ د چین ولسمشر (د جنوبي کوریا په وخت پنجشنبه) په بوسان بندر کې سره ولیدل.
دا دوه اړخیزه خبرې د دوو اقتصادي ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د سختې سوداګریزې جګړې په منځ کې ترسره شوې او د خطرناکې غونډې په توګه یادېږي.
مادورو: د سیا سازمان د امریکايي کښتیو جعلي برید توطیه شنډه شوه
د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو، اعلان وکړ چې نیول شوي مزدوران اعتراف کړي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان (CIA) په همکارۍ یې پلان کړی و چې امریکايي کښتۍ برید کړي او بیا ونزویلا تورنه کړي.
مادورو وویل چې د سیا سازمان غوښتل د ونزویلا پر وړاندې د فشارونو او دښمنانه کړنو د زیاتولو لپاره بهانه جوړه کړي.
د سوډان حکومت ویاند: د ګړندي ملاتړ ځواکونو جنایتونه بې مخینې دي
د سودان حکومت ویاند خالد الاعیسر وویل چې د ګړندي ملاتړ ځواکونو جنایتونه په افریقا تاریخ کې بې مخینې دي.
الاعیسر زیاته کړه: له نړیوالې ټولنې غواړو چې د ګړندي ملاتړ ځواکونو پر وړاندې فشار راوړي، د هغوی تیري ودروي.
 
						 
						