بریتانیا خبرونه | لندن د درېګونو بحرانونو په محاصره کې
-
د بریتانیا لومړی وزیر کییر استارمر
پارس ټوډی – بریتانیا په داسې حال کې چې د ۵۰ پوهنتونونو دیواله کېدو ګواښ خبرداري، د اروپايي اتحادیې د دفاعي صندوق سره د یوځای کېدو مذاکراتو ناکامي، او د یوه نوي کیڼاړخی ګوند رامنځته کېدو سره مخ دی، په دې ورځو کې سختې او خطرناکې شپې ورځې تېروي.
تېره اونۍ د بریتانیا پېښې د داسې یو هېواد انځور ښيي چې په اقتصادي، جیوپولیټیکي او ټولنیزو برخو کې له ژورو ننګونو سره لاس او ګرېوان دی.
د لوړو زدکړو له نظام څخه چې د بې مخینې مالي بحران تر څنډې رسېدلی، تر بهرنیو اړیکو پورې چې د اروپا سره دفاعي همکارۍ کې یې خنډونه رامنځته شوي، او تر کورني سیاست پورې چې یوه نوې انقلابي ځواک پکې راپورته شوی دی.
دا درې په نظر جلا پېښې په حقیقت کې د لندن د یوې پیچلې او ستونزمنې لارې نښې دي.
دلته د پارس ټوډی له خوا د بریتانیا وروستي تحولات ولولئ:
د پوهنتونونو تیاره راتلونکی؛ د پراخ دیوالیه کېدو ګواښ
د بریتانیا د محصلینو دفتر (OfS) رسمي خبرداري د دې هېواد د لوړو زدکړو په برخه کې د خطر زنګ وهلی دی.
د «ټلیګراف» ورځپاڼې د راپور له مخې، د راتلونکو ۱ تر ۲ کلونو کې ۵۰ پوهنتونونه او لوړې زدکړې مؤسسې د دیوالیه کېدو له ګواښ سره مخ دي چې له دې جملې ۲۴ یې په تر ټولو لوړه کچه خطر کې ځای لري.
د OfS اجرائیوي مشر د عوامو جرګې د زدکړو کمېټې ته وویل چې شاوخوا ۲۰ لوی پوهنتونونه – چې ۷ یې په لوړ خطر کې دي – له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
د دې بحران ریښې د کلونو راهیسې د زدهکړو د فیس د کنګل کېدو (نه لوړېدو) او د بهرنيو محصلانو د شمېر د پراخه کمېدو پایله ده.
ډېری پوهنتونونه د بهرنيو محصلانو پر لوړو فیسونو تکیه لرله، او اوس د بودیجې له کسر سره مخ شوي دي. د OfS په وینا، ۴۵٪ مؤسسې سږکال له مالي کسر سره مخامخ دي.
د پوهنتونونو غبرګون سخت و، د زرګونو کارکوونکو ایستل، د کم عاید لرونکو څانګو تړل (حتی په مشهورو پوهنتونونو لکه ناتینګهام کې)، او د ادارو ادغام کول دي.
د دې په مقابله کې، د برېتانیا د زدهکړو وزارت د اصلاحاتو ژمنه ورکړې چې پکې د فیس حد لوړول هم شامل دي.
دیپلوماتیک ماتې؛ د اروپا دفاعي صندوق ته دروازه بنده شوه
د «کییر استارمر» حکومت هڅه وکړه چې له اروپايي اتحادیې سره اړیکې ورغوي، خو په امنیتي برخه کې یې یوه مهمه ماتې وخوړه. د ۱۵۰ میلیارده یورو دفاعي صندوق (SAFE) سره د برېتانیا د یوځای کېدو خبرې بېنتیجې پای ته ورسېدې.
د خبرو ناکامي تر ټولو زیاته د مالیې پر سر د اختلاف له امله وه.
اروپايي چارواکو تر ۶ میلیارده یورو د داخلېدو لګښت وړاندیز کړی و، خو لندن د دې په پرتله د ډېرې ټیټې کچې پیسې ورکولو ته چمتو و.
«نیک توماس-سایمونډز»، چې د اروپايي اتحادیې سره د اړیکو وزیر دی، دا پایله "ناامېدونکې" وبلله، خو ټینګار یې وکړ چې د برېتانیا دفاعي صنعت لا هم کولای شي د «دریېم هېواد» په توګه په ځینو پروژو کې برخه واخلي.
دا ناکامي د کارګر حکومت هغه ادعا ته ضربه ده چې ګواکې له بروکسل سره یې «نوې دور» پیل کړی، او ښيي چې بریګزیټ لا هم پر ستراتیژیکو همکاریو دروند سیوری غوړولی دی.
سیاسي زیږون؛ د یوه کیڼاړخی نوي ګوند رامنځته کېدل
په کورني سیاست کې بریتانیا د «ستاسو ګوند» په نوم یوه نوي ګوند د زیږېدلو شاهد و چې مشري یې د کارګر ګوند پخوانی مشر «جرمی کوربین» کوي.
دا ګوند ځان د واکمن کارګر ګوند پر ځای یو ریښتینی کیڼاړخی بدیل بولي او له لومړۍ ورځې یې د بنسټګرو ترمنځ داخلي شخړو خبره کړې ده.
کوربین غواړي ګوند د دودیزې کیڼ اړخ په چوکاټ کې عادي وي، خو بله بنسټګره «زهرا سلطانه» پر سختدریځه ضدصهیونیستي کرښې، له ناټو وتلو او حتی د پاچاهي لرې کولو باندې ټینګار کوي.
ګوند ادعا کوي چې ۵۵ زره غړي یې جذب کړي او له ۱۹۴۰ لسیزې راهیسې تر ټولو لوی سوسیالیستي ګوند شوی دی.
د دې ګوند راڅرګندېدل د چپ لوري دننه د درز او د خلکو د استارمر له سیاستونو د نارضایتۍ نښه ده او کېدای شي په اوږدمهال کې په سیاسي معادلو اغېز وکړي.
د راتلونکي لپاره سخته ازموینه
دغه درې تحولونه برېتانیا په یوه حساسو څلور لارو کې درولې ده.
د پوهنتونونو بحران د زدهکړو او څېړنو د راتلونکي کیفیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي؛ د اروپا سره د خبرو ناکامي د بریګزیټ وروسته د همکارۍ محدودیتونه روښانه کوی او د نوي چپګرا ګوند رامنځته کېدل، د ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو د بدلون نښې دي.
د استارمر حکومت چلند به وټاکي چې برېتانیا به له دې درېګوني بحران څخه په کوم لوري وځي.