ولې د ایران پر ضد د امریکا پوځي اقدام په اړه د دغه هېواد اکثریت خلکو مخالفت وکړ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i168122-ولې_د_ایران_پر_ضد_د_امریکا_پوځي_اقدام_په_اړه_د_دغه_هېواد_اکثریت_خلکو_مخالفت_وکړ
پارس ټوډی – اکثریت امریکایانو د ایران پر ضد د وروستي پوځي اقدام له امله د ټرمپ سره مخالفت وکړ.
(last modified 2025-12-06T06:09:15+00:00 )
Dec 06, 2025 10:37 Asia/Kabul
  • د ټرمپ له خوا د ایران پر ضد د هوايي برید اعلان
    د ټرمپ له خوا د ایران پر ضد د هوايي برید اعلان

پارس ټوډی – اکثریت امریکایانو د ایران پر ضد د وروستي پوځي اقدام له امله د ټرمپ سره مخالفت وکړ.

د پارس ټوډی د راپور له مخې، د «ایستاتیستا» احصایوي وېبپاڼې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۵مه د امریکا د وروستي برید په اړه د نظرپوښتنې نتیجه خپره کړه.

 د دې نظرپوښتنې له مخې، د امریکا د خلکو اکثریت د ایران پرضد د متحده ایالاتو د وروستي پوځي اقدام سره مخالفت کړی دی.

د دې وېبپاڼې په لیکنه، د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچونو په دوام کې، په هغو ورځو کې چې د امریکا پوځي بریدونه ترسره شوي وو، د عامه افکارو کتنه ښيي چې د امریکا ټولنه په سخت ډول وېشل شوې ده.

د سي‌ان‌ان یوه نظرپوښتنه چې د ۲۰۲۵ کال د جون په ۲۲ او ۲۳مه (د ایران له غبرګون او د ټرمپ د اوربند له اعلان څخه مخکې) ترسره شوه، وښودله چې د امریکایانو اکثریت (۵۶ سلنه) د ولسمشر ټرمپ د حملو د پیل پرېکړې سره مخالف وو.

دې نظرپوښتنې یو روښانه ګوندي اختلاف ښکاره کړ: ۸۲ سلنه جمهوري‌پالانو له دې اقدام څخه ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې ۶۰ سلنه خپلواکو او ۸۸ سلنه ډیموکراتانو ورسره مخالفت کړی دی.

سره له دې، باید پام وشي چې د جمهوري‌پالو یوه مهمه برخه، یعنې نږدې یو له هر پنځه کسانو څخه، هم له دغو بریدونو سره مخالف وو.

 

دا مخالفت د څو اساسي عواملو له امله رامنځته شوی:

لومړی، د ټرمپ د پوځي پرېکړو په اړه د خلکو بې‌باوري؛ د سي‌ان‌ان د نظرپوښتنې ډېری ګډونوالو ویلي چې د جګړې د پیل په اړه د ټرمپ په قضاوت باور نه لري او په نظر یې هغه د ملي ګټو پر ځای د سیاسي فشارونو او بهرنیو لابیو تر اغېز لاندې عمل کړی دی.

دویم عامل، د امریکا پر ضد د ګواښونو د زیاتېدو وېره ده؛ شاوخوا ۶۰ سلنه ګډونوالو ویلي چې پر ایران برید کولای شي د ایران د غچ اخیستونکي اقدام خطر زیات کړي.

دا اندېښنه په ځانګړي ډول د ځوانانو او خپلواکو ترمنځ ډېره وه، ځکه دوی باور لري چې یوې نوې جګړې ته تلل د امریکا امنیت نه ټینګوي بلکې په نوو خطرونو یې اخته کوي.

درېیم عامل، د ټرمپ له انتخاباتي ژمنو سره ټکر دی؛ هغه د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ډېر ځل ویلي وو چې غواړي «بې‌پایلو جګړو» ته پای ورکړي او امریکا د بهرنیو شخړو څخه لرې وساتي. خو د ایران پر ضد پوځي اقدام د همدې ژمنو خلاف و، او ګڼ شمېر رأی ورکوونکو، په ځانګړي ډول ډیموکراتانو او خپلواکو، دغه برید د ټرمپ د جګړې ضد شعارونو خلاف کار وباله.

څلورم عامل، د جګړې د انساني او اقتصادي لګښتونو وېره ده؛  په نظرپوښتنو کې یوازې ۹ سلنه امریکایانو د ځمکنیو ځواکونو د استولو ملاتړ کړی و، په داسې حال کې چې ۶۸ سلنه ورسره مخالف وو.

دا ښيي چې حتی هغه کسان چې هوايي بریدونه مني، د پراخې ځمکنۍ جګړې دروند لګښت منل نه غواړي.

امریکایان پوهېږي چې بهرني جنګونه درانه لګښتونه لري او اصلي قربانیان یې عام خلک دي، نه سیاستوال یا پوځي شرکتونه.

پنځم عامل، ګوندي او نسلي اختلافات دي؛ که څه هم ۸۲ سلنه جمهوري‌پالانو د ایران پر ضد د هوايي برید ملاتړ کړی، خو یوازې ۴۴ سلنه یې «قوي ملاتړ» څرګند کړی، چې دا د ټرمپ د ملاتړ په ډلیزه بنسټ کې د شک نښه ده.

همدارنګه، د ۳۵ کلونو څخه کم عمره ځوانان تر ټولو ډېره مخالفه ډله وه او پر ټرمپ یې باور ټیټ و.

 دا ښيي چې د امریکا نوی نسل د جګړې پر ځای ډيپلوماسۍ ته زیات تمایل لري.

په پایله کې، د ټرمپ د برید پراخ مخالفت د څو عواملو ګډه نتیجه وه: د سیاسي رهبري په اړه بې‌باوري، د امنیتي پایلو وېره، د انتخاباتي ژمنو خلاف عمل، د جګړې لګښتونه، او ټولنیز او ګوندي ویش؛ دغو ټول عوامل یو ځای د دې لامل شول چې د امریکا د خلکو اکثریت — حتی د جمهوري‌پالو یوه برخه — د ایران پر ضد پوځي اقدام رد کړي.

له همدې امله، د ټرمپ برید نه‌يوازې کورنی اجماع رامنځته نه کړ، بلکې د امریکا موجود سیاسي او ټولنیز وېش یې نور هم ژور کړ او یو ځل بیا یې وښودله چې د امریکا خلک نوې جګړې نه غواړي.