په امریکا کې د شرکتونو د دیوالیه کیدا د څپې اوج
https://parstoday.ir/ps/news/world-i168922-په_امریکا_کې_د_شرکتونو_د_دیوالیه_کیدا_د_څپې_اوج
پارس‌ټوډي – په ۲۰۲۵ کال کې په امریکا کې د شرکتونو د  دیوالیه کیدا  څپې  او ج  ښئي چې د انفلیشّن دباؤ ، درونند ټیرف او د سوداګریزو سیاستونو بې‌ثباتي، ډېر سوداګریز بنسټونه د ځوړتیا تر پولې رسولي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 28, 2025 09:40 Asia/Kabul
  • په امریکا کې د شرکتونو د دیوالیه کیدا د څپې اوج

پارس‌ټوډي – په ۲۰۲۵ کال کې په امریکا کې د شرکتونو د  دیوالیه کیدا  څپې  او ج  ښئي چې د انفلیشّن دباؤ ، درونند ټیرف او د سوداګریزو سیاستونو بې‌ثباتي، ډېر سوداګریز بنسټونه د ځوړتیا تر پولې رسولي دي.

د امریکا د «اېس‌اېنډ‌پي ګلوبل مارکېټ اېنټېلي جېنس» مؤسسې شمېرې ښئي چې د روان کال د نومبر تر پاي پورې لږ تر لږه ۷۱۷  امریکائي شرکتونو دیوالیه کیدا اعلان کړی دی؛ دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله کابو  ۱۴ فیصده  زیاتوالی ښئي او له ۲۰۱۰ کال راهیسې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

د پارس‌ټوډي د راپور له مخې، د تېرو کلونو په اپوټه، تر ټولو زیاته د یوالیه کیدا په صنعتي سکټور پورې اړه لري؛ داسې  شرکتونه، چې د تولید، ودانیزو چارو او ټرانسپورټ په برخو کې فعاله دي او د امریکا د ولسمشر  ډونالډ ټرمپ د حکومت د سوداګریزو تعرفو له سختو اغېزو سره مخ شوي دي. فیډرالي معلومات ښئي چې د امریکا د تولیدي سکټور یوازې په یو کال کې، تر نومبر میاشتې پورې، له ۷۰ زرو څخه ډېر کاري فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

له صنعتي سکټور وروسته، د مصرف کوونکو د غیرضروري توکو او خدمتونو په برخې کې فعال شرکتونه – لکه د جامو او کورنیو وسایلو پرچون پلورونکي – د دیوالیه شوو شویو شرکتونو دوهمه ستره ډله جوړوي. دا ښئي چې امریکائي مصرف کوونکي د انفلیشّن تر دباؤ لاندې خپل  لګښتونه یوازې پر ضروري توکو محدود کړي دي. اقتصادي کارپوهان وائي، سوداګریزې جګړې هغه شرکتونه له جدي ستونزو سره مخ کړي چې پر وارداتو تکیه لري، ځکه ډېری ئې د پېرېدونکو د له لاسه ورکولو د مخنیوي لپاره د بَیو له لوړولو ډډه کوي او اړ کېږي چې لګښتونه له خپلې ګټې ورکړي.

په همدې اړه، د امریکا د یّیل پوهنتون د مدیریت استاد جېفري سوننفلډ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي: شرکتونه د خلکو د پېر  د  قدرت  له بحرانه ښه خبر دي او هڅه کوي د تعرفو او لوړو سودي نرخونو اغېزې جذب کړي، خو ټول د دې توان نه لري او ځینې ئې مجبوره کېږي له بازاره ووځي.

د نوې کېدونکې انرژۍ سکټور هم د ټرمپ د حکومت له نویو سیاستونو زیانمن شوی دی. د فیدرالي معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له مئ میاشتې وروسته د لمریزو تختو (سولر پینلونو) د وارداتو اغېزمنه تَعرفه کابو  ۲۰ سلنې ته رسېدلې ده؛ دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې دا کچه له ۵ سلنې کمه وه. کارپوهان وائي، دا وضعیت په ځانګړي ډول د کوچنیو واردَوونکو لپاره خورا بحراني شرایط رامینځته کړي دي.

د ټرانسپورټ په برخې کې فعال شرکتونه هم له دې څپې خوندي پاتې نه شول. د ټیټ لګښت هوائي شرکت «سپیریت ایئرلاینز» او همدارنګه د برېښنائي ګاډو جوړونکی شرکت «نیکولا» له هغو بنسټونو څخه دي چې د لګښتونو د زیاتوالي، د محصولاتو د بېرته  ګرځولو   او درنو مالي جریمو له امله ئې د دیوالیه کیدا اعلان کړی دی.

د واشنګټن پوسټ د لیکنې له مخې، که څه هم د امریکا د اقتصاد رسمي شمېرې د ۳٫۴ سلنه ودې خبر ورکوي، خو اقتصادپوهان خبرداری ورکوي چې دا وده  تر ډېره د شتمنو خلکو د مصرف او د مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل اینټلیجنس) اړوندو پانګونو پورې محدوده ده، او لا هم ډېر صنعتونه او کورنۍ د انفلیَشن، تعرفو او د پېر طاقت  د کمښت تر دباؤ  لاندې دي.