ورځپاڼو ته کتنه ۱۴-۴-۹۵
د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو له ګڼ شمېر محصلینوسره د اسلامی انقلاب د معظم رهبر کتنه او وېناوې راخېستې دی.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای له قوله ولیکل، امریکایان د ایران په خلاف هم هغه شان په خپلې دښمنۍ بوخت دی. د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د استکبار له جبهې سره د ایران د ؤلس، برخلیک ټاکونکې او ضرورې مبارزې ته اشاره وکړه، او وې ویل: د دغې مبارزې سریزه، له هغه ځایه وه؛ چی د ایران ملت فېصله وکړه؛ خپلواک او پرمختللے شی، چی دغه موضوع د نړیوالو سلطه ګرو قدرتونو له ګټو سره سمون نه خوری.
----------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران داسلامی جمهوریت د قضائی قوې ویاندحجت الاسلام والمسلمین محسنی اژهای وویل د اسلامی انقلاب معظم ربهر د اسلامی بشری حقوق د تاسیس حکم ورکړ.
--------
ورځپاڼې د عراقی رسنیو په حوالې سره ولیکل د بغداد په چاودنو کښې له یو نیم سلو نه زیات کسان مړۀ او تر دوو سوو پورې ژوبل شول.
--------
د چین په لسګونو میلین ډالری مرستې افغانستان ته ورسېدې.
----------
اطلاعات ورځپاڼې د نیویارک ټائمز له قوله ولیکل، ترکیه د اردوغان د غلطیو تاوانونه ادا کوی.
-----------
ورځپاڼې د لېبیائی رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد فوځ به بنغازی او نورو سیمو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې په سنګرونو سختې حملې وکړې او ګڼ شمېر داعشیان یې هلاک او زخمی کړل.
---------
اطلاعات ورځپاڼې د سوریې د سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد فوځی ځواکونو د حلب مزارع الملاح سیمه په کامله توګه د ترهه ګرو له قبضې ازاده کړه.
---------
ورځپاڼې همدارنګ د لبنان د حزب ا... غورځنګ د سرچینو له قوله ولیکل د دغه غورځنګ ځواکونو د داعش ترهه ګرې ډلې ستر قوماندان ابوخطاب سره له لسګونو نورو ترهه ګرو په هلاکت ورسوۀ.
----------
ورځپاڼې ولیکل، پاکستان د دغه هېواد په خاوره باندې د امریکې ډرون حملې په سختۍ سره وغندلې او د هغو د بندولو غوښتونکے شو.
---------
ورځپاڼې د سوریې د چارواکو له قوله ولیکل، دغه هېواد غواړی الوتکې لرونکې سمندری بېړۍ د داعش په خلاف عملیاتو کښې د ګډون لپاره سوریې ته ولېږی.
---------
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل د اسلامی ایران د ولسمشر ډاکټر حسن روحانی په برجام معاهدې کښې له ټولو کارکوونکو په تېره بیا د ډله ایزو رسنیو له خبریالانو څخه د قدرونې ترڅنګه وویل، برجام معاهده خپلو اهدافو او ګټو ته د ایران د رسېدو لپاره ترټولو کم لګښت لرونکې لاره وه او دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره له برجام نه بغېر بله لاره نه وه.
---------
ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت د سلاکار د مرستیال له قوله ولیکل، له ایران سره اېټمی معاهده ارزښتناکه وه.
--------
ابرار ورځپاڼې ولیکل، ملګرو ملتو له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره له بنګلادېش سره د مرستو اعلان وکړ.
--------
د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې په نننۍګڼه کښې د کویتی رسنیو له قوله ولیکل د دغه هېواد ځواکونو له داعش سره اړوند دوه ترهه ګرۍ ډلې ونیوې.
-------
ورځپاڼې د صهیونېسټ رژیم دچارواکو له قوله ولیکل، د برطانیې پولیسو تېره هفته د اسرائیلو د بهرنیو چارو پخوانے وزیر په غزه کښې د جنګی جنایتونو په اړه پوښتنو ته ځواب لپاره احضار کړے ؤ.
-------
ورځپاڼې د مېل آن سنډې له قوله ولیکل، یو برطانوی ښځه چې "ام مثنی البریطانیه" نومیږی او د لندن اوسېدونکې ده په سوریې کښې داعش ترهه ګرو ته د جهاد النکاح لپاره ښځې او جینکۍ لیږی.
--------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په خپلو نننیو تازه خبرونو کښې ولیکل،
د سعودی په جده کښې د امریکې د قونصلګرۍمخې ته په ځان وژونکې چاودنه کښې د کونسلګرۍ دوه تنه ګارډ ژوبل شول.
ورځپاڼې ولیکل، په پېښور کښې د پولیسو د پلټنې په عملیاتو کښې څلور څلوېښت کسان ونیوې شول.
------
ورځپاڼې ولیکل، د کراچۍ په پرېس کلب کښې د مشهور قوال امجد صابری چې څه موده مخکې د ترهه ګرو په لاسو وژل شوے ؤ په یاد کښې شمعې بلې کړې شوې او دعاګانې وغوښتې شوې.
------
ورځپاڼې د امریکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د یو نامزد ټرامپ له قوله ولیکل، چې کله په اقتدار کښې راشم نو حجاب لرونکې ښځې به له ملازمتونو وباسم.
--------
ورځپاڼې ولیکل، په سوریې کښې النصره ترهه ګرې ډلې په دغه هېواد کښې د بلې ترهه ګرې ډلې مشر وتښتوۀ.
------
جنګ ورځپاڼې د سعودی رسنیو له قوله ولیکل، په دغه هېواد کښې په هره یوه ګېنټه کښې پینځه طلاقونه ترسره کیږی.
----------
د پاکستان دنیا نیوز د دغه هېواد د پیپلز پارټۍ د مشر بلاول له قوله ولیکل، په دغه هېواد کښې د لوډشېډنګ په خلاف د عوامی احتجاج له حکم نه به وروسته نه شم که څه هم نور وروسته شی.
---------
ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز له امریکائی پلاوی سره په کتنه کښې د واشنګټن او نوی ډیلی ترمېنځ د دفاعی ملګرتیاو په معاهده تشویش څرګند کړه.
------
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره له افغانستان سره د چین مرستو او د واړه اختر په درشل کې روانو ناامنیو ته ځانګړی کړی دی.
سرخط ورځپاڼې لیکلی، چین په خپلې پوځی مرستې سره وښودله چې یوازې د افغانستان سیاسی ملاتړی نه، بلکې په پوځی برخه کې هم ورسره همکار دی.په لیکنه کې راغلی، چین د حامد کرزی د واکمنۍ پر مهال یوازې په اقتصادی پروژو پانګونه کوله، خو اوس ځکه پوځی همکاری کوی چې د افغانستان سوله او امنیت د ځان په ګټه بولی.
--------
هېواد دولتی ورځپاڼې بیا لیکلی، د چین پوځی مرسته به چې پرون یې یوه جوپه افغانستان ته راورسېده، ترهګر له انزوا سره مخ کړی.په لیکنه کې راغلی، د چین په پوځی مرستو کې ټرانسپورټی الوتکې، پرمختللې وسلې او نور داسې اړین مهمات شامل دی چې له افغان پوځ سره ښه مرسته کولای شی.
-----
اصلاح ورځپاڼې بیا خپله لیکنه د واړه اختر را رسېدو او په دې اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده خپاره شوی پیغام ته ځانګړی کړې ده.
په مطلب کې راغلی، طالبانو بیا هم د اختر په رارسېدو له تاوتریخوالی ډک پیغام خپور کړی او مشر یې ویلې دی چې د ملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور تګلاره به تعقیبوی.
لیکوال ویلی، طالبان خپل پیغام له پاکستانه خپروی او دغو ډلو ته د پاکستان د صدر اعظم د سلاکار هغې خبرې ډیر جرئت ورکړی چې ویلې یې دی، په وسله والو ډلو باندې فشار ممکن معکوسه نتیجه ورکړی.
----------
ملی ارمان ورځپاڼې بیا د اختر د رارسیدو په اړه لیکلی چې د راتلونکی واړه اختر په موقع ډیرې افغان کورنۍ د ویر په ټغر ناستې دی.
په لیکنه کې راغلی، افغانان باید هڅه وکړی چې د اختر په شپو ورځو کې له هغو کورنیو سره د زړه خواله وکړی چې غمځپلې دی او په روژه کې یې خپل خپلوان په جګړو کې له لاسه ورکړی وی. اوهیله ښودلې چې اختر به له تاوتریخوالی پرته تېر شی.
---------