د ماشومانو د ساتنې لپاره د فرانسې نوی ډیجیټلي محدودیت
پارس ټوډی– فرانسه د هغو قانوني اصلاحاتو د تصویب لپاره چمتووالی نیسي چې موخه یې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ساتنه د ډیجیټلي فضا له خطرونو څخه ده، چې پکې تر ۱۵ کلونو کم عمره کسانو ته د ټولنیزو شبکو کارول منع کېږي.
د فرانسې حکومت په دې طرحه کې د استرالیا له تجربې الهام اخیستی؛ هغه هېواد چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې یې د نړۍ د لومړي هېواد په توګه تر ۱۶ کلونو کم عمره کسانو ته د ټولنیزو رسنیو مهمو پلاتفورمونو ته لاسرسی منع کړ.
دا اقدام د هغو اندېښمنو معلوماتو پر بنسټ شوی چې د ډیجیټلي خطرونو پراخوالی ښيي. په استرالیا کې یوې څېړنې ښودلې چې د ۱۰ تر ۱۵ کلونو پورې ۹۶ سلنه ماشومان په ټولنیزو شبکو کې فعال دي، په داسې حال کې چې له هر ۱۰ نابالغو کسانو څخه ۷ تنه له تاوتریخوالي، د ښځو ضد کرکې، د خوړو د اختلالاتو یا ځان وژنې اړوند زیانمنو محتواوو سره مخامخ شوي دي.