آیا ګرینلنډ له  وینزویلا وروسته په دوهم لمبرشیشت کې دی.؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i169266-آیا_ګرینلنډ_له_وینزویلا_وروسته_په_دوهم_لمبرشیشت_کې_دی.
پارس‌ټوډي – د ډنمارک لومړۍ وزیرې د ګرینلنډ د نیولو په اړه د ا مریکا د وکرغیړن ولسمشر  ډونالډ ټرمپ وروستۍ ادعاګانې رد کړې او له واشنګټنه ئې وغوښتل چې د خپل تاریخي متحد پر وړاندې ګواښونه  ودروي.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Jan 06, 2026 14:14 Asia/Kabul
  • آیا ګرینلنډ له  وینزویلا وروسته په دوهم لمبرشیشت کې دی.؟

پارس‌ټوډي – د ډنمارک لومړۍ وزیرې د ګرینلنډ د نیولو په اړه د ا مریکا د وکرغیړن ولسمشر  ډونالډ ټرمپ وروستۍ ادعاګانې رد کړې او له واشنګټنه ئې وغوښتل چې د خپل تاریخي متحد پر وړاندې ګواښونه  ودروي.

د ډنمارک لومړۍ وزیرې، مِته فریدریکسن، په یوې بې‌ساري او جوتې  لهجې  کې د ګرینلنډ د «نیول کیدا» په اړه د ډونالډ ټرمپ تازه ادعاګانې «په بشپړه توګه بې‌اساسه» وبللې او له واشنګټنه ئې وغوښتل چې د خپل تاریخي متحد پر وړاندې د ګواښ سیاست پاي ته ورسوي.

دا تند  غبرګون د کوپنهاګ او د نورو اروپائي پلازمېنو د ژورې اندېښنې نښه ده؛ داسې اندېښنه،چې  د امریکا د متحده ایالاتو په سټراتیژیک چلند کې د یوه بنسټیز بدلون په اړه ده. هغه بدلون چې په وینزویلا کې د امریکا له پوځي عملیاتو او د دغه هېواد د ولسمشر له تښتونې وروسته لا زیات اندېښمنوونکی شوی دی.

د ګرینلنډ په اړه د ټرمپ ادعاګانې نوې نه دي. هغه د خپلې ولسمشرۍ په لومړي پړاؤ  کې هم څو ځله د دې خپلواکې ډنمارکي سیمې د «پېرود» یا ورګډولو خبره کړې وه. خو د اوسنیو شرایطو توپیر په دې کې دی چې دا خبرې دې ځل په داسې فضا کې مطرح کېږي چې متحده ایالاتو عملاً دا وښودله چې د خپلو جیوپولېټیکي موخو د ترلاسه کولو لپاره د مستقیم پوځي مداخلت او د هېوادونو د حاکمیت له ښکاره خلاف ورزئ څخه ډډه نه کوي.

په کاراکاس کې پوځي عملیات او دولسی ولسمشر نیکولاس مادورو تښتول، د اروپایانو له نظره، د  اوسمهاله  نړیوال سیاست یوه سره کرښه بدله کړې ده، او همدې مسئلې د ګرینلنډ پر وړاندې د ټرمپ ګواښونه له «جنجالي څرګندونو» څخه د «ممکنه سناریوګانو» تر کچې رسولي  دي.

د ډنمارک د حکومت غبرګون هم په همدې چوکاټ کې د درک وړ دی. فریډریکسن، په ټینګار سره چې «د امریکا له‌خوا د ګرینلنډ کنټرول  له خیاله ورآخوا دی»، د ډنمارک د ملي حاکمیت دفاع وکړه او په ښکاره ډول ئې د نړیوال حقوقي نظم او د زور له لارې د سرحدونو د نه بدلېدو اصل یاد کړ. دا دریځ د اروپا د یوې ژورې اندېښنې انعکاس دی: د سترو قدرتونو د امپریالیسټي منطق د بېرته  ګرځېدو وېره او د هغو قواعدو کمزوري کېدل چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ئې د اروپا د امنیت بنسټ ایښی دی.

په عین حال کې د ګرینلنډ ځاي حکومت هڅه وکړه چې د عامه افکارو په آرامولو سره، دا کړکېچ په کورني سیاسي شاک بدل نه شي. د ګرینلنډ لومړي وزیر، ینس فریدریک نیلسن، د سپینې ماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي د مېرمنې هغه پیغام چې د دې سیمې نقشه ئې د امریکا د بیرغ په رنګونو خپره کړې وه، «ښکاره بې‌احترامي» وبلله او ټینګار ئې وکړ چې د ګرینلنډ راتلونکی د ټولنیزو  چینلونو له پیغامونو سره نه ټاکل کېږي.

دا غبرګون د ګرینلنډ د ټولنې د زیاتېدونکي حساسیت څرګندونه کوي؛ حساسیت د دغې سیمې په حقوقي او سیاسي ځایګی د هر ډول  د سترګو د پټولو  پر وړاندې. هغه سیمه چې که څه هم د نفوسو له پلوه وړه ده، خو د خپل جیوپولېټیکي موقعیت او حیاتي معدني سرچینو له امله د سترو قدرتونو د سیالۍ په مرکز بدله شوې ده.

په اروپائي کچه، غبرګونونه له ډنمارکه ور هاخوا هم وغځېدل. د فرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون، د ډنمارک د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د «بې‌قید او شرط» ملاتړ په اعلانولو سره، هڅه وکړه واشنګټن ته یو روښانه پیغام واستوي: اروپا به د سرحدونو د بدلون د ګواښ پر وړاندې چُپه پاتې نه شي.

د اروپائي کمیشن مشر هم د ډنمارک او د ګرینلنډ له خلکو سره د یووالي په اعلانولو سره، له متحدینو او شریکانو سره د سلا مشورو د دوام خبره وکړه؛ یوه ډیپلوماټیکه جمله چې په حقیقت کې د امریکا د نه اټکل کېدونکو سیاستونو پر وړاندې د یوې ګډې او همغږې اروپائي ځواب د لټون څرګندونه کوي.

هغه څه چې نن سبا  ئې  اروپا اندېښمنه کړې، یوازې ګرینلنډ نه دی. اصلي مسئله د یوه نوي چلند بڼه ده؛ داسې بڼه چې پکې د اروپا دودیز متحد، متحده ایالات، پخپله د بې‌ثباتۍ په عامل بدلېږي. که وینزویلا د امنیتي یا اقتصادي ګټو په پلمه د  پوځي مداخلټ په شیشت کې راتلی شي، نو څه تضمین شته چې ورته منطق به د نورو سیمو، لکه د شمالي قطب، په اړه ونه کارول شي؟ دا هغه پوښتنه ده چې اوس په اروپائي فکري مرکزونو کې په جدي ډول مطرح ده

په پاي کې، د ګرینلنډ په اړه د ټرمپ د ادعاګانو پر وړاندې د ډنمارک او د نورو اروپايي حکومتونو غبرګون، یوازې د یو لړ حدودو  دفاع نه ده، بلکې د نړیوال نظم د بنسټیزو اصولو د ساتنې هڅه ده. اروپایانو ښه درک کړې چې د داسې ادعاګانو پر وړاندې چُپتیا   د زور د سیاست د عادي کېدو لاره هوارولی شي.

له همدې امله، د کوپنهګ، پاریس او بروکسل وروستي دریځونه باید د اروپا د هغې پراخې هڅې یوه برخه وګڼل شي چې غواړي په داسې نړیوال نظام کې د ثبات او قانون‌مندۍ لږ تر لږه بنسټونه وساتي؛ داسې نظام چې له بل هر وخت زیات تل د زوال له ګواښ سره مخ دی.