په ونزوئلا کې د اوو ورځو ملي ماتم اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i169318-په_ونزوئلا_کې_د_اوو_ورځو_ملي_ماتم_اعلان_شو
پارس‌ټودی – د ونزوئلا سرپرستې ولسمشرې د امریکا د برید پر مهال د وژل شویو سرتېرو د درناوي لپاره اووه ورځې ملي ماتم اعلان کړ.
(last modified 2026-01-07T10:56:05+00:00 )
Jan 07, 2026 15:24 Asia/Kabul
  • په ونزوئلا کې د اوو ورځو ملي ماتم اعلان شو

پارس‌ټودی – د ونزوئلا سرپرستې ولسمشرې د امریکا د برید پر مهال د وژل شویو سرتېرو د درناوي لپاره اووه ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

دلسی رودریګز وویل چې د جنورۍ په درېیمه (۱۳ مرغومی ۱۴۰۴) د امریکا د جنایتکارانه پوځي برید پر مهال د هېواد د دفاع په لاره کې د وژل شویو سرتېرو په ویاړ اووه ورځې ماتم اعلان شوی دی.

هغې زیاته کړه چې ځوانو ښځو او سړیو د ونزوئلا او ولسمشر نیکولاس مادورو د دفاع لپاره خپل ژوند قرباني کړ.

که څه هم رسمي شمېرې نشته، خو کاراکاس ویلي چې لږ تر لږه ۲۴ ونزوئلايي سرتېري په دې برید کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د ونزوئلا سرپرسته ولسمشره وایي، زما او ټرمپ ترمنځ هېڅ اړیکه نشته

دلسی رودریګز وویل چې د هغې او د امریکا د ولسمشر ترمنځ هېڅ ډول اړیکه یا تفاهم نشته.

هغې د ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې امریکا پر ونزوئلا واک لري، او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې د خلکو د مشروع حکومت له‌خوا اداره کېږي.