ایران څنګه د سټارلینک لاسرسی محدود کړئ شو؟
پارسټوډې – بهرنیو رسنیو د ایران په داخل کې د موساد د پلي ځواکونو او ترهګریزو عناصرو د ملاتړ د هغې پروژې د ناکامۍ خبر ورکړی چې د سټارلینک سپوږمکيز انټرنېټ له لارې ترسره کېده.
اسراییلي خپرونې یدیعوت احرونوت د راپور له مخې، ایران ګډوډیو رامینځة کونکو پرمختلللو وسایلو په کارولو سره د هېواد په مهمو سیمو کې د سټارلینک سپوږمکيز انټرنېټ ته لاسرسی په پراخه کچه ګډوډ کړی دی.
پارسټوډې د فارس له قوله راپور ورکړی، سټارلینک چې د ایلان ماسک تر مالکیت لاندې دی ،یوه داسې څېره چې له صهیونیسټي او امریکائي کړیو سره نږدې بلل کېږي، د ایران په داخل کې د ترهګریزو عناصرو د اړیکو د وسیلې په توګه کارول کېده.
د انټرنېټ د څار ادارې «نتبلاکس» د معلوماتو پر اساس ، په ایران کې د سټارلینک ټرافیک ګډودئ په لومړیو ساعتونو کې له کابو ۳۰ فیصدو څخه تر ۸۰ فیصدو پورې کم شوی او په ځینو حساسو سیمو کې کابو صفر ته ورسېد.
کارپوهانو دومره مخه نیونه بېسارې بللې او اعتراف ئې کړی چې: ایران لومړنی هېواد دی چې توانېدلی دی د سټارلینک خدمتونه له کاره وغورځوي او لاسرسی تر دې اندازې پورې محدود کړي.