اروپایان ولې د لا سخت ژوند په تمه دي؟
پارس ټوډی –په اروپائي اتحادئې کې د ۲۳ غړو هېوادونو ترمنځ ترسره شوې نوې نظرپوښتنه ددې لوئې وچې د ټولیز ذهني وضعیت په اړه یو خبرداری ورکوونکی انځور وړاندې کوي.
پولیټیکو ورځپاڼې د جنورۍ په ۲۶مه، د «اېفجياېس ګلوبل» مؤسسې له قوله په خپل راپور کې لیکلي چې ۷۶ فیصده اروپايي وګړي د خپل هېواد د راتلونکي په اړه بدبینه دي.د همدې نظرپوښتنې له مخې، کابو ۸۰ سلنه خلک باور لري چې راتلونکي نسلونه به د خپلو والدینو په پرتله له لا سخت ژوند سره مخ شي. دا شمېرې د اروپائي ټولنو په داخل کې د یوې ژورې او جوړښتي اندېښنې د رامنځته کېدو ښکارندوئي کوي. دا پراخه بدبيني د هغو میلیونونو وګړو د ژوند د یوې تجروبې انعکاس دی چې په وروستیو کلونو کې ئې په یو وخت اقتصادي دباونه، ټولنیزه ناامني او سیاسي بېثباتي احساس کړې او راتلونکی ئې لا زیات لګښتلرونکی او نامعلوم ګڼلی دی.
دا وضعیت د بروګل د فکر کوټې او د ژاک ډلور د مؤسسې له خبرداریو سره همغږی دی. د دغو اندیشکدو راپورونه ښئي چې د اروپائي اتحادئې د اقتصادي ودې ماډل، د کم تولید وړتیا، د نفوس د زړښت او د ټولنیزو هوساینې نظامونو پر زیاتېدونکي دباؤ له امله، د زوال مرحلې ته داخل شوی او که ژور اصلاحات پکې ونه شي،نو د راتلونکو نسلونو د تمو د پوره کولو توان به ونه لري.
خو د اروپایانو بدبيني یوازې اقتصادي ریښې نه لري، بلکې ورځ تر بلې د شخصي او ټولنیز امنیت ساحې ته هم غځېږي. په داسې هېوادونو کې لکه سویډن، د جرمونو او تاوتریخوالي زیاتوالی اوس د انفلیشّن په پرتله جدي اندېښنه ګرځېدلې او د ورځنئ ناامنۍ احساس ئې پیاوړی کړی دی.دا بدلونونه د سیاسي بنسټونو او د حکومتدارۍ پر وړاندې د ژورې بېباورۍ په فضا کې رامنځته کېږي. د ایپسوس مؤسسې نظرپوښتنې ښئي چې د اروپا په مهمو هېوادونو کې د وګړو لوي اکثریت باور لري چې هېواد ئې «په ناسم لوري» روان دی.
دغې بېباورئ د خلکو پر اوږدمهالو پرېکړو هم اغېزې کړي او د دايمي مهاجرت د لېوالتیا د زیاتېدو په بڼه راڅرګنده شوې، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې لکه فرانسه. دا ښکارنده د ټولنپوهانو له نظره د وګړو او د هغوی د ملي راتلونکي ترمنځ د نفسیاتي پرېکون نښه بلل کېږي.
د دغو اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي دباؤنو ټولګه د «صفر د جمع کولو د لوبې» د ذهنیت د رامنځته کېدو لامل شوې ده؛ یعنې دا باور چې د یوې ټولنیزې ډلې پرمختګ حتماً د بلې ډلې په زیان تمامېږي. دا ډول فضا د پوپولیسټي او افراطي زوړپالوګوندونو د ودې لپاره مناسبه زمینه برابروي.داسې جریانونه چې د پېچلو واقعیتونو په ساده کولو، د دوهقطبي فضا په پیاوړي کولو او د اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو درزونو، لکه د کډوالو ضد سیاستونو، په ستر بریښولو سره عامه خپګان په سیاسي پانګې بدلوي.
شنونکو لکه اوون جونز خبرداری ورکړی چې په ډېرو اروپائي هېوادونو کې د دودیزو او مینځلارو ګوندونو هغه سیاستونه کمزوري یا له منځه تللي چې تر دې وړاندې ئې افراطي ښيلوري ځواکونه له واکه لیرې ساتل. د دې بهیر پایله، د ډېرو مفکرانو له نظره، د لیبرال ډیموکراسۍ د بنسټونو سوکه سوکه ګواښل دی. ځکه کله چې وګړي د موجوده نظام د ژوند د ښه کولو پر وړتیا خپل باور له لاسه ورکوي، نو هغو رادیکلانو یا زورپالانو انتخابونو ته مخه کوي چې د «اوسني نظم د نړولو» ژمنه کوي، که څه هم دا ژمنې لګښتلرونکې یا غیرواقعي وي.
د اروپا اوسنی کړکېچ تر هر څه زیات د باور او د ګډ روایت کړکېچ دی. دا کړکېچونه د سیاسي شخصیّتونو لپاره یو جدي خبرداری دی او ښئي چې نور د تېرو تخنیکي او بیوروکراټیکو حللارو له لارې د موجود ژور خپګان ځواب ورکول ممکن نه دي. د دې وچې راتلونکی د هغې پر وړتیا پورې تړلی چې یو نوی او هیلهبخښونکی روایت رامنځته کړي؛ داسې روایت چې د ټولنیزو او سیاسي درزونو ورهاخوا، د ګډ پرمختګ، عدالت او د یوویشتمې پېړۍ له غوښتنو سره سم د رفاهئ یا هوساینې ماډل د بیا تعریف یو روښانه انځور وړاندې کړي.