روسیه د طالبانو او پاکستان ترمینځ مینځګړیتوب ته تیاره ده
Mar 05, 2026 12:34 Asia/Kabul
ماسکو ویلي چې د پاکستان او طالبانو ترمینځ مینځګړیتوب کوي.
د فارس خبري آژانس په حواله د پارس ټوډی د خبر له مخې، ماسکو کښې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د دوه اړخیزو ړیکو او د ملګرتیاو د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې.
په دغه کتنه کښې ښاغلي حسن د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د خلاف ورزۍ په هکله د طالبانو رسمي دریځ مطرح کړ.
کابلوف د خبرواترو او ډیپلماسۍ له لارې د اختلافاتو په هواري باندې په ټینګار سره اعلان وکړ چې روسیه د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ستونزو د هواري لپاره مینځګړیتوب ته چمتو ده.
ټیګونه