په میلیونونو امریکایانو ټرمپ اوله ایران سره جنګ ته؛نه؛ووئيل (انځوونه)
-
...............پاچائۍ ته د ؛نه؛ په عنوان سره دټرمپ په ضد میلیوني مظاهره
پارس ټوډې=د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې میلیونونو امریکایان د متحده ایالاتو د ولسمشر په سیاستونو او د ایران په ضد په جنګ باندې په اعتراض کې واټونو ته راووتل.
پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور راکړ، په میلیونونو امریکایانو د شنبې په ورځې په څه دپاسه درې زره دوه سوه لاریونونو کې د ټرمپ د حکومت پّ وسیله د ایران په ضد د جنګ او د امریکا د حکومت د بهرنیو او داخلی سیاستونو باندې او دغه راز د پيټرولو د بیّو په زیاتیدا او د مهاجرینو ډله ایزې ویستنې باندې په اعتراض کې خپله غوسه او کرکه نندارې ته وړاندې کړه.
پاچایانو ته د ؛نه ؛ وئيونوکي غورځنګ اصلي غونډه، په سنټ پل ، مینه سوټا کې ترسره شوه،هغه ځائ چې په تیر ژمي کې د مهاجرت دقوانینو داجرا عملیات پکې ترسره شول او په هغو عملیاتو کې دوه امریکایان ووژل شول.
دغه لاریونونه له واشنګټنه او نیویارکه رانیولې تر بوسټن ، میناپولیس ،شیکاګو،پورتلینډ، اورګن، لاس انجلس، فلوریډا ، او تر سانفرانسیسکو پورې او د امریکا په نورو یالاتونو او ښارونو کې ترسره شول
په همدې ارتباط ، د ورمونټ ایالت خپلواکه سیاستوال او مشهور سناتور برنی سنډرز د امریکا د خلکو په عمومي مظاهرو کې ووئيل؛ د ایران په ضد د امریکا او اسرائيلو جنګ د متحده ایالاتو د اساسی قانون خلاف ، او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده. هغه روښانه کړه؛ د امریکا ولس ته د ویتنام د جنګ په باب دروغ ووئيل شول. مونږ ته د عراق د جنګ په باب دروغ ووئيل شول او اوس هم د ایران د جنګ په باب مونږ ته دروغ وئيل کیږي.
ددغو مظاهرو اولاریونونو یوې ترسرهکونکې مسئولې سارا پارکر هم امریکائي رسانیو ته ووئيل؛ پاچایانو ته د ؛نه ؛ وئيونکي ترټولو وروستي اعتراض پورې مونږ دایران په ضد یر قانوني جنګ په دلیل د پيټرولو، دخوراکي موادو د بیّو د زیاتیدا شاهدان یوو ، هغې روښانه کړه، د امریکا ولس سخت غوسه دی . دوي هغه کسان دي چې هیڅ یو پاچا نه غواړي:::