ایران به د اسرائيلي جنایتونو په ځواب کې درانده ګوزارونه وکړي
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي د هیواد په بنیادي تاسیساتو باندې د اسرائیل رژیم بریدونو ته په غبرګون کې وویل چي ایران به د اسرائیلو د جنایاتو په بدل کې دښمن ته لوی زیانونه واړوي.
اسرائیل رژیم د ایران په اصفهان ولایت کې د برقو د تولید په دوو تاسیساتو او همداشان د فولاد مبارکه په کارخانې باندې بمبارۍ کړي دي، چي د صهیونیستي رسنیو له راپور سره سم، دا بریدونه د دې رژیم د لوی درستیزولی په امر تر سره شوي دي، حال دا چي ایران وار له مخکې په صنعتي او د انرژیو په تاسیساتو باندې د برید د پایلو په هکله خبرداری ورکړی وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د دې بریدونو په غبرګون کې په خپل ټوییټر کې ولیکل: اسرائیل رژیم د برقو د تولید د یوه برېښناکوټ او د ایټمي سایټ په ترڅ کې د ایران د فولادو تر ټولو په دوو لویو کارخانو باندې بریدونه کړي دي، او اسرائیل ادعا کوي چي دا بریدونه یې له امریکا سره په همږغي کې تر سره کړي دي.
هغه زیاته کړه چي دا بریدونه د ډیپلماسۍ لپاره د امریکا د ولسمشر له خوا د ټاکل شوې ضرب العجل سره، په ټکر کې دي او ایران به د اسرائیلو د دغو جنایاتو په بدل کې دښمن ته لوی نقصانونه واړوي.