امریکا به زر له ایران څخه لاړه شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i171872-امریکا_به_زر_له_ایران_څخه_لاړه_شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا دیکتاتور ولسمشر ټرامپ په ایران باندې له پوځي تیري او د تیلو او د ګازو د بیو له زیاتیدا وروسته ادعا وکړه د بیو د کمولو لپاره مونږ ډیر زر له ایران څخه ځو .
(last modified 2026-04-01T05:29:47+00:00 )
Apr 01, 2026 09:56 Asia/Kabul
  • امریکا به زر له ایران څخه لاړه شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا دیکتاتور ولسمشر ټرامپ په ایران باندې له پوځي تیري او د تیلو او د ګازو د بیو له زیاتیدا وروسته ادعا وکړه د بیو د کمولو لپاره مونږ ډیر زر له ایران څخه ځو .

ټرامپ دغه پوښتنې په ځواب کښې چې د تیلو او د پیټرولو په شمول د بیو د کمیدا لپاره د ستا پروګرام څه دی ؟ وویل یوازنی کار چې باید ویې  وکړو دا دی چې له ایران څخه لاړ شو ډیر زر به دغه کار وکړم.

د امریکا جنګ غواړي ولسمشر ټرامپ په دوام کښې په ایران باندې د تیري او د ځان لپاره د بریا د رامینځته کولو په هکله د خپلو ادعاګانو په تکرارولو سره وویل مونږ ایران کلونه کلونه شاته بیولی دی او له پینځلسو تر شلو کلونو پورې وخت اخلي هغه څه چې مونږ له ایران سره وکړل دوباره جوړ کړي.

ټرامپ چې په دروغو ویلو کښې ډیر مهارت لري ادعا وکړه زمونږ هدف دا دی چې ایران تر اوږدې مودې پورې په دفاعي حالت کښې ووسي او هغه ونشي کولای اټومي وسلې جوړې کړي.

د ټرامپ دغه خبرې په داسې حال کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي وسلو جوړول  حرام ګني او دغه وسلې د بشریت پرضد جنایت ګڼي.