د ټرمپ د هېواد پراخولو خوبونه پایته نه رسېږي
پارس ټوډې – د امریکا ولسمشر چین ته د سفر پر مهال داسې نقشه خپره کړه چې ونزویلا یې د امریکا د متحده ایالاتو د یو پنځوسم ایالت په توګه ښودلې ده.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په شپه د ونزویلا د هېواد نقشه د امریکا د بیرغ له طرحې او د «یو پنځوسم ایالت» له سرلیک سره په خپلې ټروث سوشال شبکې کې خپره کړه!
ټرمپ تر دې وړاندې هم په خپلو خبرو کې ادعا کړې وه چې متحده ایالات په جدي ډول د ونزویلا د امریکا د ۵۱م ایالت په توګه د الحاق موضوع تر څېړنې لاندې لري.
د ټرمپ دا ادعاوې په داسې حال کې دي چې د رسنیو د راپورونو له مخې، د ونزویلا موقتې ولسمشرې «دلسي رودریګز» د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ونزویلا «هېڅکله» د امریکا د یو پنځوسم ایالت کېدو اراده نه ده لرلې.
تر دې وړاندې هم ټرمپ کاناډا د امریکا د یو پنځوسم ایالت په توګه معرفي کړې وه.