په اسټرالیا او نیوزلنډ کې د صهیونیست رژیم سفیران احضار شوي
-
د اسټرالیا خارجه وزیره پنی وانګ
پارس تودی- د اسټرالیا او نیوزلنډ حکومتونو د الصمود د بیړۍ له فعالانو سره، د صهیونیست رژیم د سپک چلند غندنه کړې او د دې رژیم سفیران یې احضار کړي دي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پنی وانګ د الصمود د بېړۍ د فعالانو د نیول کېدو او د سپک چلند ویډیوګانو ته په اشارې سره، د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل: مونږ زړه بوږنوونکې انځورونه ولیدل او دا د منلو وړ نه دی.
هغه زیاته کړه: مونږ د اسرائیلي وزیر بن ګویر اقدامات چي د اسټرالیا له خوا پرې بندیز لګېدلی دی او له نیول شویو سره د تل ابیب د چارواکو د سپک چلند غندنه کوو.
هغې وویل چي په دې اړه یې د صهیونیست رژیم سفیر احضار کړی دی.
د نیوزلند خارجه وزیر وینستون پیترز هم دې مسالې پورې اړوند د اسرائیل رژیم د سفیر د احضارېدو او د خبرداری د ورکولو امر کړی دی.
د الصمود نړیواله بشردوستانه بېړۍ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چي صهیونیست رژیم د دې بېړۍ ټوله ۵۰ کښتۍ او ورسره بشري فعالان یې نیولې دي، دغو کښتیو کې چي له ترکیې څخه فلسطینیانو ته د مرستو رسولو لپاره راهي شوې وه، له ۴۴ هیوادونو څخه ۴۲۸ د بشري حقوقو فعالان حضور لرل. په نیول شویو کسانو کې ۱۱ اسټرالیایي او ۳ تنه نیوزلندی هم شامل دی.
اسپانیا، ایرلند، فرانسه، انګلیس، بلژیک، هلند، ایتالیا، اسلونی، یونان، پولنډ، پرتغال، کانادا، جنوبي کوریا، قبرس، قطر، ترکیه، اسټریا او سوئیتزرلنډ هیوادونو د صهیونیست رژیم له لورې د بشري حقوقو د فعالانو د نیولو او بیا هغوی سره، د ایتمار بن ګویر د سپک چلند غندنه کړې ده.