ټرمپ په عمان باندې د برید ګواښ وکړ
پارس تودی- د امریکا ولسمشر ټرمپ د مختلفو هیوادونو د ګواښلو په دوام کې دا ځلي په عمان باندې د بمباریو ګواښ کړی دی او ویلي دي: که عمان په هرمز تنګی کې توپیرناک چلند وکړي، بمباري پرې کوو.
د ایرنا له راپور سره سم، ټرمپ تېره شپه، د خپلو ګډوډو خبرو په دوام کې دې ته په اشارې سره، چي د هرمز تنګی اوبلاره باید د ټولو په مخ خلاصه وي، ادعا وکړه: امریکا له دې تنګي څخه ساتنه کوي او دا له ایران سره د مذاکراتو برخه ده.
هغه زیاته کړه: عمان هم د بل هر هیواد په څېر به عمل کوي که داسي نه وشي، مونږ به ورباندې بمباري وکړو.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چي ایا داسي یوه هوکړه چي ایران او عمان ته د هرمز تنګی د کنټرول اجازه ورکړي، ورته د منلو وړ ده؟ وویل: نه دا تنګی باید خلاص وي، دا نړیوالې اوبه دي او هیڅوک به یې کنټرول په لاس کې نه ولري او مونږ به یې ساتنه کوو او دا مذاکراتو یوه برخه ده.
دا په داسي حال کې ده چي د هرمز تنګی اوبلاره، په حقیقت کې د ایران او عمان په سمندري حریم کې واقع شوی دی نه په نړیوالو اوبو کې، او ایران هم په دې اوبلارې باندې د خپل واکمنتیا څخه نه تیریږي.