په نړۍ کې په امریکایي ډالر د تکیې کمیدل
پارس ټوډی - د سویټزلینډ بانک یو بي ایس اعلان وکړ: د نړۍ ستر شتمن او پانګه وال خلک د جیوپولیټیکل کړکیچونو او د امریکې د پورونو د زیاتیدو له امله په ډالر باندې خپله تکیه کموي.
پارس ټوډی - د سویټزلینډ بانک یو بي ایس اعلان وکړ: د نړۍ ستر شتمن او پانګه وال خلک د جیوپولیټیکل کړکیچونو او د امریکې د پورونو د زیاتیدو له امله په ډالر باندې خپله تکیه کموي.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، د سویټزرلینډ د «یو، بي، ایس» بانک له خوا د شوې نظرسنجۍ له مخې، د شتمنۍ د مدیریت له دریو نه دوه برخې شرکتونه تمه لري چې په راتلونکو دولسو میاشتو کښې د نړیوالو ذخیره اسعارو په توګه په ډالر باندې اعتماد او باور کم شي.
کابو نیم په نیمه موسسې هم باوري دي چې په ډالر کښې یې اوسنی پانګونه، له حده ډیره ده او په خپلو شتمنیو کښې د مختلفوالي راوستو په لټه کښې دي. په وروستیو کلونو کښې زیاتره سترو ارګاني پانګه والو د ډالر د رول له کمزورتیا د اندیښنې په وجه، ورو ورو په دغو اسعارو پورې خپله پیئلتیا کمه کړې ده.