په وینزویلا کې زورورو زلزلو پراخ زیانونه اړولي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i174532-په_وینزویلا_کې_زورورو_زلزلو_پراخ_زیانونه_اړولي
د سویلي امریکا په هېواد وینزویلا کې دوو پرله‌پسې زورورو زلزلو پراخه مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.
(last modified 2026-06-25T09:23:47+00:00 )
Jun 25, 2026 13:52 Asia/Kabul
  • په وینزویلا کې زورورو زلزلو پراخ زیانونه اړولي

د سویلي امریکا په هېواد وینزویلا کې دوو پرله‌پسې زورورو زلزلو پراخه مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.

د راپورونو له مخې، لومړۍ زلزله د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه ۲ او دویمه له هغې لږ وروسته د ۷ اعشاریه ۵ درجې په شدت رامنځته شوې چې د پلازمېنې کاراکاس په ګډون یې په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه ودانۍ نړولې دي.

د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ویلي چې تر اوسه د ۳۲ کسانو مړینه او د ۷۰۰ څخه د زیاتو نورو ټپي کېدل تایید شوي، خو د ژغورنې د عملیاتو له دوام سره د تلفاتو د زیاتېدو وېره هم شته.

چارواکو په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او د ژغورنې او مرستو پراخ عملیات یې پیل کړي دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې خبرداری ورکړی چې د مرګ‌ژوبلې کچه ښایي زرګونو ته ورسېږي.