ورځپاڼو ته کتنه ۲۰-۴-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i17518-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۰_۴_۹۵
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د اېټمی انرجۍ د ادارې د مشر ډاکټر علی اکبر صالحی په حوالې سره ولیکل، د بان کی مون او مېرمن مېرکل د څرګندونو یو وخت والے د ایران په خلاف یوه دسیسه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2016 08:00 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۰-۴-۹۵

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د اېټمی انرجۍ د ادارې د مشر ډاکټر علی اکبر صالحی په حوالې سره ولیکل، د بان کی مون او مېرمن مېرکل د څرګندونو یو وخت والے د ایران په خلاف یوه دسیسه ده.

هغۀ زیاته کړه چې زۀ احساس کوم چې یو لړ اتفاقات رامنځته کېدونکی دی ځکه چې بان کی مون او مېرمن مېرکل عجیبه خبرې کړې دی.

---------

ورځپاڼې ولیکل، ستر دینی عالم او د امام خمېنی (رح( نمسی حجت الاسلام والمسلمین سید حسن خمېنی د سری لنکا په سفر کښې د دغه هېواد د کتهولېک مسیحیانو له مشر مالکوم رنجیت سره په کتنه کښې وویل، اسلامی دنیا او مسیحیت پکار دی د دینی ارزښتونود واکمنۍ لپاره ملګرتیا وکړی.

د مسیحیانو دغه مشر هم په دغه کتنه کښې د امام خمېنی (رح) لوړ مقام او د انسانی ارزښتونو په عملی کېدو کښې د هغوی بې مثاله کرادار ته په اشارې سره وویل،په لویدیځه نړۍ کښې هیځ خاص دین جاری نه دے او اسلام او مسیحیت پکار دی په نړۍ باندې د الهی ارزښتونو د واکمنولو لپاره په خپلو کښې ملګرتیا وکړی.

------------

اطلاعات ورځپاڼې د یمن د خبری سرچینو په حوالې سره ولیکل، د یمن فوځی او ولسی ځواکونو د یمن په خلاف د سعودی د تېریو او ډزبندۍ د خلاف ورزیو په ځواب کښې د صنعا په ختیځ کښې د سعودی د تالی څټو په یوې فوځی اډې باندې بالېسټک توغندی اورولو او خبردارے یې ورکړ چې که سعودی او د هغۀ تالی څټو د یمن په ولس باندې له تېریو لاس وانه خېست نو بالېسټېک توغندیو باران به پرې وکړی.

-----------

ورځپاڼې ولیکل، د عفوې نړیوالې ادارې صهیونېسټ رژیم په غزه کښې په جنګی جنایت تورن کړ.

----------

اطلاعات ورځپاڼې د سوریې په حلب کښې د اسلامی مقاومت نجباء د قوماندان په حوالې سره ولیکل، مونږ له ترهه ګرو سره په مقابله کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د احکامو تابع یوو.

-----------

ورځپاڼې ولیکل له ماسکو څخه د دوو امریکائی ډېپلومېټانو په وېستلو سره د روسیې او امریکې ترمېنخ تاوتریخوالے اوج ته ورسېد.

----------

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې د بحرینی سرچینو له قوله ولیکل، په زرګونو بحرېنیانو د آل خلیفه رژیم په خلاف د مظاهرو په کولو سره د دغه ډېکټېټر رژیم د څنګته کولوغوښتنه وکړه.

-------

ورځپاڼې د عراقی خبری سرچینو له قوله ولیکل، عراقی فوځی او ولسی ځواکونو د موصل په جنوب کښې د القیاره هوائی اډه د داعش ترهه ګرو له قبضې ازاده کړه. داعشیانو هغه وسلې او جنګی سازو سامانونه چې د هغوی د ملاتړو هېوادونو لخوا ورسته د دغې اډې په ذریعې سره رسېدلی وو په ځاے پرېښودل او وتښتېدل.

--------

ورځپاڼې په ماهشهر کښې د بو علی سینا پټروکېمیکل د اور د مړ کوونکو قدورنه وکړه.

----------

جمهوری اسلامی ورځپاڼې د فېلپائن د ولسشمر رودریگو دوترته په حوالۍ سره ولیکل، امریکه په مینځنی ختیځ کښې د تاوتریخوالی او تشدد ذمه واره ده.

--------

د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې د لبنانی سرچینو په حوالې سره ولیکل، د لبنان د عېن الذهب سیمې بسام رعد نومې یو داعشی د خپلې مېرمن چې زېنب نومېده او د دریو بچو مور وه د ځان وژونکو عملیاتو له ترسره کولو انکاری وه سر پرې کړو او د هې بدن یې ټوټې ټوټې کړ.

------------

ورځپاڼې ولیکل، داعش تکفیری ډلې په سوریې کښې د روسیې یو هیلی کاپټر راوغوزوۀ.

-----------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې د لندن د ښاروال صادق خان په حوالې سره ولیکل، د عبدالستار ایدهی ژوند زمونږ ټولو لپاره د تقلید وړ دے.

---------

ورځپاڼې د امریکائی سرچینو له قوله ولیکل، په دغه هېواد کښې د تورپوستکو په وژلې باندې په اعتراضی مظاهرو کښې څلور اویا تنه ونیوې شول.

---------

جنګ د کشمیری سرچینو په نقل سره ولیکل، د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د پولیسو په ډزو سره دولس ته کشمیری مسلمانان ووژل شول.

----------

جنګ ورځپاڼې د روسی چارواکو له قوله ولیکل،په شام کښې داعش زمونږ هیڅ هیلی کاپټر نه دے راغورزولے او زمونږ ټولې الوتکې له عملیاتو وروسته صحیح سالمې خپلو اډو ته رسېدلې دی.

---------

ورځپاڼې ولیکل عبدالستار ایدهی د خلقو د خدمت سفر شپېته کاله پخوا په یوازې ځان شروع کړ.

-------

کابل چاپ ورځپاڼو خپل زیاتره مطالب د ناټو له خوا له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ میلادی کاله پورې مرستو ته ځانګړې کړې دی.

کابل پوسټ ورځپاڼې لیکلی ناټو به د نورو پنځو کلونو لپاره افغان دولت ته هر کال پنځه میلیارډه ډالره ورکوی چې یادې پیسې به د افغان ځواکونو پرتمویل او تجهیز لګول کیږی. وړاندې په سرمقاله کې راغلی که افغان دولت وکولای شی د فساد مخه ونیسی او د مرسته شویو پیسو یوه برخه سپما کړی، نو کولای شی له دغو پیسو له ځینو هېوادونو پوځی ټینکالوژۍ رانیسی.

-----------

سرخط ورځپاڼې د ناټو ژمنې او د حساب ورکونې د یوشفاف میکانیزم د رامنځ ته کېدو اړتیا ترعنوان لاندې ولیکل، د حساب ورکونې یو شفاف میکانیزم کولای شی په افغانستان باندې نړیوال بللی اعتبار یو ځل بیا را ژوند کړی او همدارنګه به د افغان ځواکونو دفاعی قابلیت نور هم پیاوړی کړی.

----------

دنیا ورځپاڼې لیکلی تر ۲۰۲۰ میلادی کال پورې له افغان امنیتی ځواکونو سره د ناټو مرستې زیاتې مهمې دی. اوسپارښتنه کوی چې افغان حکومت باید زیاتې هڅې وکړی چې د افغان امنیتی ځواکونو د تمویل، تجهیزاو پیاوړتیا لپاره نړیوالې مرستې جلب کړی.

----------

سرنوشت ورځپانې لیکلی له افغان امنیتی ځواکونو سره د ناټو مرستې د جګړې په شدت پورې تړلې دی، د لیکوال په باور اوس چې جګړې زور اخیستی نو ناټو د نورو مرستو ژمنې هم وکړې.

په لیکنه کښې وړاندې راغلی ناټو او امریکا باید رښتنې مرستې وکړی افغان امنیتی ځواکونه په رښتیا او پوره تجهیز کړی او افغان هوایی ځواک دې پیاوړی کړی.

------

انیس دولتی ورځپاڼې لیکلی افغانان د ناټو له مرستو هرکلی کوی او له حکومتی چارواکو غواړی چې د دغوپیسو په مصرف کې بشپړ شفافیت په نظر کې ونیسی.

د هېواد دولتی ورځپاڼه کښې راغلی که د وارسا مرستې په سمه توګه مصرف شی، نو پرمټ به یې نه یوازې افغانستان بلکې له سیمې څخه وسله والې ډلې ورکې شی.

---------