د ایران پرضد جنګ دامریکا د ولسمشر ټرامپ له اټکل څخه سخت دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i175622-د_ایران_پرضد_جنګ_دامریکا_د_ولسمشر_ټرامپ_له_اټکل_څخه_سخت_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د «سي بي ایس» ټیلويژن او د «یوګاو» شرکت لخوا د ګډې ترسره شوې نظرسنجې نتیج ښودنه کوي د امریکا د اکثره خلکو په نظر د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د امریکا جنایتکارانه جنګ له هغه څه سخت دی چې ولسمشر ډونالډ ټرامپ یې تمه لرله.
(last modified 2026-07-27T05:57:11+00:00 )
Jul 27, 2026 10:17 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد جنګ دامریکا د ولسمشر  ټرامپ له اټکل څخه سخت دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د «سي بي ایس» ټیلويژن او د «یوګاو» شرکت لخوا د ګډې ترسره شوې نظرسنجې نتیج ښودنه کوي د امریکا د اکثره خلکو په نظر د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د امریکا جنایتکارانه جنګ له هغه څه سخت دی چې ولسمشر ډونالډ ټرامپ یې تمه لرله.

د دغه نظر پوښتنې پراساس د ایران پرضد د امریکا د جنایتکارانه جنګ په هکله د امریکا خلک باوري دي د ډونالډ ټرامپ حکومت د هغو پیښو په اړه چې په هرمز اوبلاره کښې رامینځته کیږي له دوې سره شفاف نه دی.

دغه نظر پوښتنې دغه راز مشخصه کړه چې د امریکا د اکثرو خلکو په نظر په دغه تیري کښې زیات مهم هدفونه شته چې امریکا کولای شي د هغو په تحقق پسې شي خو په عین حال کښې دوې باوري دي چې دغه جنګ په ښه ډول مخ ته نه دی روان.

د امریکا اته پنځوس فیصده خلک د دغه جنایتکارانه جنګ د نتیجې په اړه ډاډمن نه دي او اوه پنځوس فیصده خلک د دغه جنګ په اړه ناهیلي دي.

د دغه نظر پوښتنې نتیجې معلومه کړه د امریکا اوه دیرش فیصده خلک باوري دي دغه جنګ به میاشتو میاشتو دوام ولري او یویشت فیصده بیا باوري دي چې دغه جنګ به کلونه کلونه اوږد شي او درې دیرش فیصده امریکایان د دغه جنګ د دوام د مودې په هکله ډاډمن نه دي.

د دغه نظر پوښتنې د پایلو پراساس د امریکا اوه شپیته فیصده خلک باوري دي امریکا باید همدا اوس د ایران پرضد دغه تیریګرې حملې پاې ته ورسوي خو دغه نظر پوښتنې دغه راز دا خبره په ګوته کړه چې د امریکا اکثره یعني درې اتیا فیصده ځوانان له ایران سره د دغه جنګ د سمدستي پاې ته د رسولو غوښتونکي دي.