په وینزویلا کې د زلزلې قربانیان له ۶ زرو واوښت + ویډیو
Aug 04, 2026 05:34 Asia/Kabul
د وینزویلا د پارلمان مشر اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۶ زره او ۱۲۵ تنو ته رسېدلی دی، دغه راز په دغه زلزله کې ۱۷ زره تنه نور ټپيان شوي وو.
د را پورونو له مخې؛ په وینزویلا کې د یادې زلزلې له امله نږدې ۱۸ زره کسان بېکوره شوي او ګڼ شمېر کورنۍ د سرپناه له ستونزې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) لومړنۍ ارزونه ښيي چې د زلزلې له امله وینزویلا کې مستقیم فزیکي زیان شاوخوا ۶.۷ میلیارده ډالرو ته رسېږي، خو د نړیوال بانک وروستۍ ارزونه بیا د زیان کچه شاوخوا ۱۹.۶ میلیارده ډالر اټکلوي.
تر دا مهاله له وینزویلا سره کولمبیا، برازیل، مکسیکو، کاناډا، کیوبا، السلواډور او یو شمېر نورو هېوادونو په بېلا بېلو برخو کې مرستې کړي.
ټیګونه