امریکایي رسندویې فعال
باید ټرمپ ته ټینګه څپېړه ورکول شي
-
ټاکر کارلسون
پارستودی- په امریکا کې وتلی رسندویې فعال په ایران کې د میناب په شجره طیبه لومړنی ښوونځی باندې د امریکا وحشیانه بریدونه یې حیرانوونکي وبلله او وویل: ټرمپ د ماشومانو په ښوونځی باندې بمبارۍ وکړ او وروسته یې بخښنه هم نه غوښتله، که مي په وسه وي ټینګه څپیړه ورکوم.
د پارس تودی له راپور سره سم، د امریکا مشهور رسنیز څېره ټکر کارلسن په خپل یوټیوب چینل کې ویلي، د ټرمپ اداره او د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت نه یوازې دا چې په ایران کې د میناب په شجره طیبه ښوونځي باندې د وحشیانه برید د امله هېڅکله بخښنه ونه غوښتله، بلکې په پیل کې یې د دغه برید د انکار هڅه هم وکړه، زړه مي غواړي چي ټینګه څپېړه ورکړم.
هغه دغه وحشیانه او ستر جنایت ته په اشارې سره، زیاته کړه: « د زیاتې مودې له تېرېدو وروسته، لا هم زما لپاره سخته ده چې باور وکړم د وړو ماشومانو په ښوونځی برید په قصدي ډول شوی وي.»
د سکای نیوز شبکې مخکې د اوو خپلواکو کارپوهانو د ارزونو، د سپوږمکۍ انځورونو، د مهماتو د پاتې شونو او د ویجاړۍ د څرنګوالي د څېړنې پر بنسټ په خپل راپور کې امریکایې د میناب د شجره طیبه پر ښوونځي د برید او د ماشومانو د شهادت د لامل په توګه معرفي کړې وه.
د ۱۴۰۴ کال د کب په نهمه، په ایران باندې د امریکا او صهیونیستي رژیم د یرغل په لومړیو ساعتونو کې، د ایران په جنوب کې د میناب د شجره طیبه ښوونځی د امریکایي او صهیوني توغندیو په وسیله په نښه شو، او یوه بل غرضي او پلان شوی جنایت د دغو جنایتکارانو له خوا تر سر شو.
په دې ناورین کې ۱۶۸ وړوکې انجوڼې او هلکان، او همدارنګه یو شمېر ښوونکي، د ښوونځي کارکوونکي او د زدهکوونکو والدین په شهادت ورسېدل.