د پاټریاټ توغندیو ډیر کمښت د اوکراین د ویریدا سبب شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i176840-د_پاټریاټ_توغندیو_ډیر_کمښت_د_اوکراین_د_ویریدا_سبب_شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی «اکونومیسټ» مجلې په یوه راپور کښې د پاټریاټ توغندیو ډیر کمښت ته په اشارې سره ولیکل: دغه موضوع په اوکراین او نورو هیوادونو کښې چې په دغو توغندیو باندې تکیه لري د ویرې د رامینځته کیدا سبب شوې ده.
(last modified 2026-08-19T23:40:25+00:00 )
Aug 20, 2026 04:07 Asia/Kabul
  • د پاټریاټ توغندیو ډیر کمښت د اوکراین د ویریدا سبب شوی

زمونږ خبریال راپور راکړی «اکونومیسټ» مجلې په یوه راپور کښې د پاټریاټ توغندیو ډیر کمښت ته په اشارې سره ولیکل: دغه موضوع په اوکراین او نورو هیوادونو کښې چې په دغو توغندیو باندې تکیه لري د ویرې د رامینځته کیدا سبب شوې ده.

د اکونومیسټ مجلې په راپور کښې ویل شوي دي د امریکا متحدان اندیښمن دي چې د امریکا د پاټریاټ توغندیو زیرمې د ایران پرضد د واشنګټن د تیریګرو حملو په دلیل ډیرې کمې شوې دي.

دغه راپور زیاتوی سویزرلینډ ته د پاټریاټ توغندیو سپارل اوه کاله ځنډیدلي دي او د امریکا «لاکهیډ» شرکت خپلو خارجي ګاهکانو ته خبرداری ورکړی دی نشي کولای د دغو توغندیو د سپارلو پروګرامونه تضمین کړي.

دغه راپور مخکې وايي د ژمي موسم په نږدې کیدا سره اوکراین د کابو درې سوه  پاټریاټ توغندیو غوښتنه کړې ده خو د جرمني، د  یونان، د پولینډ او د اسپانیا په شمول ځینو اروپايي هیوادونو چې تراوسه د پام وړ پاټریاټ توغندي لري اوکراین ته د دغو توغندیو د انتقالولو لپاره هیڅ ګروهنه نلري.

د اکونومیسټ مجلې په راپور کښې ویل شوې دي د امریکا د بهرني سیاست د تحقیقاتو د موسسې د راپور له مخې اسرائیلو او امریکا د ایران پرضد د جنګ په لومړیو څلورو ورځو کښې په متوسطه توګه هره ورځ دوه سوه پینځویشت پاټریاټ توغندی استعمال کړي وو دا په  داسې حال کښې دي چې د امریکا لاکهید شرکت په تیر میلادي کال کښې کابو شپږ سوه شل پاټریاټ توغندي تولید کړي وو.

امریکا او صهیونیسټ ټروریسټ رژیمونو د ایران پرضد جنګ کښې سخته او سټراټيژیکه ماتې خوړلې ده او اوس دغه دواړه رژیمونه د وسلو او د توغندیو له ډیر کمښت سره مخامخ دي.