ازبکستان د چین J-10CE جنګي الوتکو دویم بهرنی پېرودونکی شو
چینايي رسنیو ویلي، ازبکستان له چین څخه د J-10CE جنګي الوتکو د پېرلو دویم هېواد ګرځېدلی دی.
د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې، تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ازبکستان د ۲۴ چینايي J-10CE الوتکو فرمایش ورکړی، خو تر هغه مهال هېڅ هېواد دا تړون نه و تایید کړی.
دغو رسنیو ویلي، د ازبکستان د ولسمشر دفتر د جمعې په ورځ د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې د مراسمو په تړاو یوه ویډیو خپره کړې چې لږ تر لږه شپږ چینايي جنګي الوتکې په کې لیدل کېږي.
په ویډیو کې د ازبکستان د هوايي ځواک الوتکې پر ځغاست لیکه، په منظم جوړښت کې د الوتنې پر مهال او د اوبو د شيندلو په مراسمو کې لیدل کېږي.
بلخوا، د بنګلهدېش د اطلاعاتو او خپرونو چارو سلاکار وزیر زاهدالرحمان تر دې مخکې ویلي وو چې دغه هېواد له چین سره د J-10CE جنګي الوتکو او برید کوونکو چورلکو د احتمالي پېرلو په اړه رسمي خبرو ته نږدې شوی دی.
پاکستان د دغو الوتکو لومړنی بهرنی پېرودونکی و.
پاکستان ادعا کړې وه چې د تېر کال په مې میاشت کې له هند سره په جګړه کې یې دغه الوتکې کارولې او د رافال په ګډون یې د هند څو جنګي الوتکې نسکورې کړې دي.