غزې ته د حرکت لپاره د ازادۍ بېړۍ نوی ماموریت
https://parstoday.ir/ps/news/world-i177674-غزې_ته_د_حرکت_لپاره_د_ازادۍ_بېړۍ_نوی_ماموریت
پارس‌ ټوډی-  د ازادۍ بېړۍ ائتلاف د غزې تړانګې پر لور د سمندري حرکت او د دې سیمې د محاصرې د ماتولو لپاره د اکتوبر په میاشت کې د یوه نوي نړیوال ماموریت له پیل خبر ورکړ.
(last modified 2026-09-05T08:02:43+00:00 )
Sep 05, 2026 12:31 Asia/Kabul
  • غزې ته د حرکت لپاره د ازادۍ بېړۍ نوی ماموریت

پارس‌ ټوډی-  د ازادۍ بېړۍ ائتلاف د غزې تړانګې پر لور د سمندري حرکت او د دې سیمې د محاصرې د ماتولو لپاره د اکتوبر په میاشت کې د یوه نوي نړیوال ماموریت له پیل خبر ورکړ.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، چې د صداوسیما خبري اژانس څخه یې نقل کړی، د ازادۍ بېړۍ ائتلاف ویلي چې د دې کاروان بېړۍ به په څو اروپايي بندرونو کې له تمېدو وروسته، د اکتوبر په میاشت کې د غزې د ساحلونو پر لور خپل حرکت ته دوام ورکړي.

دغه ائتلاف په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ یو ځل بیا حرکت کوو، ځکه اسرائیل نسل‌وژنه نه ده درولې او فلسطین لا هم ازاد نه دی

د دغه ائتلاف په وینا، د دې ماموریت هدف د غزې د محاصرې ننګول او په اروپا کې د عامه افکارو فشار زیاتول دي، څو دغه محاصره پای ته ورسېږي.

د دې اعلامیې له مخې، «حنظله ۲» بېړۍ د جون او جولای په میاشتو کې د ناروې، سویډن او ډنمارک په بندرونو کې تم شوې ده. بله بېړۍ چې «کېټ» نومېږي، د اګست په میاشت کې یې د انګلستان له بریسټول ښار څخه خپل حرکت پیل کړ او له ایرلنډ، جرمني او فرانسې څخه تر تمېدو وروسته یې خپل مسیر ته دوام ورکړی دی.

ټاکل شوې چې دغه بېړۍ غزې ته تر حرکت مخکې د هسپانیې، پرتګال او ایټالیا په بندرونو کې هم تم شي، او د ازادۍ بېړۍ ائتلاف اعلان کړی چې غواړي د اکتوبر په میاشت کې خپل مقصد ته ورسېږي.

د بشري حقونو فعالان، د کارګرانو اتحادیې، منتخب استازي، خبریالان، ډاکټران او د فلسطین د خلکو د حقونو نور ملاتړي په دې ماموریت کې ګډون لري.

د ازادۍ بېړۍ ائتلاف همدارنګه اعلان کړی چې په هر یوه اروپايي بندر کې به له سیمه‌ییزو ټولنو وغواړي چې پر خپلو حکومتونو فشار راوړي، څو اسرائیل ته د وسلو او انرژۍ د لېږد مخه ونیسي، له دغه رژیم سره دیپلوماتیکه او پوځي همکاري پای ته ورسوي او پر هغه بندیزونه ولګوي.

د دې ماموریت یوه امریکايي ګډونوال هم غزې ته د حرکت د خطرونو په اړه ویلي: که څه هم دا اقدام له جدي خطرونو سره مل دی، خو چوپتیا او بې‌عملي به د فلسطینیانو او نړۍ لپاره ډېره لوړه بیه ولري.

اسرائیلي ځواکونو د ۲۰۲۶ کال په پسرلي کې د دې کاروان د تېر ماموریت پر مهال سلګونه ګډونوال تر برید لاندې راوستل او نیولي یې وو.

رضاکارانو هم د توقیف پر مهال د سختو وهلو ټکولو، د هډوکو د ماتېدو، د ډزو له امله د ټپي کېدو، د برقي شوکر د تکراري استعمال او جنسي تېري خبر ورکړی دی.