د روسیې په پارلماني ټاکنو کې «متحده روسیه» مخکښه ده
Sep 21, 2026 05:04 Asia/Kabul
د روسیې د مرکزي ټاکنو کمېسیون د لومړنیو اعلان شویو پایلو له مخې، د دغه هېواد واکمن «متحده روسیه» ګوند د پارلماني ټاکنو په سیالۍ کې مخکښ دی.
د لومړنیو پایلو له مخې، «متحده روسیه» ګوند ۵۷،۲۶ سلنه رایې ترلاسه کړې او لومړی ځای یې خپل کړی دی.
د روسیې کمونیست ګوند د ۱۳،۸۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دویم ځای لري.
دا شمېرې د روسیې د مرکزي ټاکنو کمېسیون له لوري د اعلان شویو لومړنیو پایلو پر بنسټ دي.
ټیګونه