ټرمپ پر یمن د سعودي د تېریو ښکاره ملاتړ وکړ
د امریکا ولسمشر په ښکاره ډول د سعودي عربستان او د هغه د متحدینو له خوا پر یمن د بریدونو او د دغه هېواد پر خلکو د ترسره کېدونکو بریدونو ملاتړ وکړ.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ښکاره ډول د سعودي عربستان له خوا پر یمن د بریدونو او د دغه هېواد د خلکو پر وړاندې د ترسره کېدونکو اقداماتو ملاتړ وکړ.
ټرمپ ادعا وکړه چې د سعودي او یمني ځواکونو ــ چې د سعودي متحدین یې وبلل ــ له خوا د حوثیانو پر وړاندې بریدونه به په تر ټولو ښه توګه مخته ولاړ شي.
د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې دغه بریدونه به پایله ولري.
د امریکا ولسمشر دا هم ادعا وکړه چې د ایران پر وړاندې جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي.
ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه: «زه تل د مستقیمو خبرو اترو لپاره چمتو یم.»
ټرمپ د عامه افکارو د اغېزمنولو په هڅه کې، د هرمز تنګي د تړل کېدو په اړه ــ چې د ایران د بشپړ کنټرول له امله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي ــ ادعا وکړه چې اصلي ستونزه د تصفیهخونو په کمښت کې ده.
هغه وویل: «د هرمز له تنګي څخه د تېلو ستره اندازه لېږدول کېږي، خو د جګړې له امله له تصفیهخونو سره د کمښت ستونزه مخامخ یو.»
ټرمپ پرته له دې چې کوم شواهد وړاندې کړي، وویل: «زما په اند، ایران د فلای دبي د الوتکې د پېښې مسؤل دی.»