وال سټریټ ژورنال: ایران خپلې دفاعي استحکامات پیاوړې کوي
پارس ټوډې- وال سټریټ جورنال ورځپاڼې د امریکا لخوا له هر ډول نوي تیري سره د مقابلې لپاره د ایران د دفاعي استحکاماتو پیاوړتیا ته اشاره وکړه.
پارس ټوډې سایټ راپور راکړی وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی ارزونې ښيي چې ایران د امریکا د نوي برید پر وړاندې د مقابلې لپاره خپل چمتووالی زیات کړی او په ځانګړي ډول یې د اټومي تاسیساتو شاوخوا دفاعي استحکامات پیاوړې کړې دي.
په راپور کې راغلي چې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو ویلي، که امریکا یو ځل بیا پر ایران برید وکړي، نو ایران به لا سخت ځواب ورکړي او بریدونه به پراخ کړي.
د راپور له مخې، ایران منځګړو ته خبر ورکړی چې د امریکا د نوي برید په صورت کې به په سیمه کې د امریکا جنګي بېړۍ او د هغو عمله په نښه شي.
همدارنګه، د فارس خلیج هغه عربي هېوادونه به هم د دغو بریدونو هدف وګرځي چې د امریکا پوځي اډې یې پر خاوره دي.