استرالیا په سعودي عربستان کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i179996-استرالیا_په_سعودي_عربستان_کې_خپلو_اتباعو_ته_خبرداری_ورکړ
د یمن له خبرداریو او بریدونو وروسته، په ریاض کې د اسټرالیا سفارت له خپلو اتباعو وغوښتل چې د سعودي عربستان په بېلابېلو سیمو کې د تېلو له تأسیساتو څخه لیرې واوسي.
(last modified 2026-10-15T06:53:31+00:00 )
Oct 15, 2026 11:21 Asia/Kabul
  • استرالیا په سعودي عربستان کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ

د یمن له خبرداریو او بریدونو وروسته، په ریاض کې د اسټرالیا سفارت له خپلو اتباعو وغوښتل چې د سعودي عربستان په بېلابېلو سیمو کې د تېلو له تأسیساتو څخه لیرې واوسي.

د پارس تودی له راپور سره سم، د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزارت هم له خپلو اتباعو وغوښتل چې سعودي عربستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په همدې تړاو، پر سعودي عربستان د وروستیو بریدونو او امنیتي اندېښنو له امله، په سعودي عربستان کې د ټېنس نړیوالې سیالۍ له اکتوبر میاشتې (د تلې میاشتې له وروستیو) څخه ډسمبر میاشتې (د مرغومي میاشتې لومړیو) ته وځنډول شوې.

ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۱مې تر ۲۴مې (د ۱۴۰۵ کال د تلې له ۲۹مې څخه د لړم تر ۲مې) پورې په ریاض کې ترسره شي، خو وځنډول شوې او د ترسره کېدو نوې نېټه یې د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر له ۲۷مې تر ۳۰مې (د مرغومي له ۶مې تر ۹مې) پورې اعلان شوې ده.

دا پرېکړه پر سعودي عربستان د وروستیو بریدونو او ورپسې د امنیتي اندېښنو له امله شوې ده.