ورځپاڼو ته کتنه ۲۷-۵-۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو په نننی ورځپاڼو ته کتنه پروګرام کښې ستاسو پام د ایران د اسلامی جمهوریت او نړۍ نننیو ورځپاڼو ته راګرځوو.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی پرون په تهران کښې د برونډ هېواد د بهرنیو روابطو او نړیوالو ملګرتیاو له وزیر «آلن امه نیامیتوه» سره په کتنه کښې وویل، غېر جانبدار هېوادونه پکار دی په نړیوال ډګر کښې رول ولوبوی.
ولسمشر د ایران د اسلامی جمهوریت او د افریقائی هېوادونو د تعلقاتو او ملګرتیا پراختیا اهمیت لرونکې وبلله او د ایران او برونډی ترمېنځ د هر اړخیزو تعلقاتو په زیاتېدو یې تاکید وکړ.
---------
ورځپاڼې د یو بل خبر له مخې ولیکل،د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل داېټمی موافقې اجرا دایران داسلامی جمهوریت پرضد د اېټمی محدودیتونو د ختمیدو په شمول په ډیرو برخو کښې زیات بریالۍ وه ځکه چې دغه موافقه دایران دخلقو دمقاومت نتیجه ده .
هغۀ زیاته کړه امریکې ته پکار دی په صحیح توګه د برجام د اجرا ضمانت ورکړی.
--------
ورځپاڼې دافغانستان د سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد طالب ډلې د پینځو تنو افغان ځواکونو او یو عامه کس نه سرونه پرې کړل.
-----
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې په احتجاج کوونکو باندې د هندی فوځ په ډزو کښې اته تنه مسلمان مظاهرین ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.
------
ورځپاڼې د عراق د سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د موصل ښار په شمال او لویدیځ کښې د عراقی ځواکونواو داعش ترهه ګرو ترمېنځ سختې نښتې روانې دی.
ورځپاڼې ولیکل همدارنګ د موصل په جنوب کښې په القیاره برخه کښې له داعشی تکفیریانو سره په نښتو کښې هغوی ته د مال او سر تاوانونو په رسولو سره «الحویش»، «الجواعنه»، «الجبله»، «الجدعه» و «الغازیه»
کلی د تکفیریانو له قبضې ازاد کړل.
--------
اطلاعات ورځپاڼې د یمنی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د انقلاب کمېټۍ اقتدار عالی سیاسی شورا ته وسپارۀ.
----------
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د روسیې د دفاع د وزارت د بیانیې له قوله ولیکل روسی جنګی الوتکو د ایران له همدان اډې څخه په سوریې کښې د داعش تکفیری ترهه ګرو سنګرونه بمباری کړل او ورته یې سخت د سر او مال تاوانونه ورسول.
--------
ورځپاڼې د برطانوی ډیلی مېل ورځپاڼې په حوالې سره ولیکل، تقریباً اویا فیصده داعشیان له اسلامه هیڅ خبر نه دی او حتی قران هم نه شی لوستلې.
-------
ورځپاڼې د تسنیم خبری اژانس له قوله ولیکل، د ترکیې محکمې د دغه هېواد د ناکامې کودتا د مشر فتح ا... ګولن لپاره د دوه ځل عمر قېد او یو زر نۀ سوه کاله بند غوښتنه وکړه.
------
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت په همدان کښې د روسیې د بم غورځوونکو نویو جنګی الوتکو د اډې جوړېدو له ترهه ګرو سره د سوریې جنګ حساس مرحلې ته داخل کړ.
-------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر ډاکټر علی لاریجانی د یمن د پارلېمان د کار د شروع کولو په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره څرګنده کړه، د یمن د بحران هوارې یوازې د خبرو اترو له لارې امکان لری.
---------
ورځپاڼې د عراقی رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد پارلېمان یو ځل بیا له عراق څخه د سعودی د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه.
--------
جمهوری اسلامی د عراقی سرچینو له قوله همدارنګ ولیکل، د عراق فوځی او ولسی ځواکونو په موصل کښې د داعشی تکفیری ډلې په خلاف په خپلو حملو کښې له هغوی څخه د تېلو کویان بېرته ونیول.
---------
ورځپاڼې همدارنګ ولیکل، په عراق کښې د جاپان وزیر له هغۀ څخه د عراق د خلقو د پرله پسې دې پوښتنې په ځواب کښې چې جاپان د دویم نړیوال جنګ له ویجاړیو نه پس څه ډول دومره ترقی وکړه وویل، د عراق خلقو ته پکار دی چې قران مجید رجوع وکړی ځکه چې د دغې ترقۍ لاره قران مجید په واضحه توګه ښودلې ده.
-----------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په خپلو نننیو تازه خبرونو کښې ولیکل، د دغه هېواد د خېبر اېجنسی په راجګل سیمه کښې چې د افغانستان له پولې سره نزدې ده د ترهه ګرو په خلاف د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې څوارلس نور ترهه ګرو ووژل شول او یولس تنه نور ژوبل شول.
----------
ورځپاڼې د پاکستان د فوځی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د فوځ ستر قوماندان جنرل راحیل شریف په دغه هېواد کښې د یولسو نور ترهه ګرو د پانسۍ د سزا په حکم دستخط وکړ او هغه یې تائید کړ.
---------
ورځپاڼې د روسیې د سرچینو له قوله ولیکل، ایران د داعش په خلاف د هوائی حملو لپاره روسیې ته د فوځی اډو د استعالولو اجازه ورکړه.
------
جنګ ورځپاڼې د امریکائی رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د نیویارک د جومات د امام او د هغه د مرستیال په قتل باندې په اعتراض کښې مسلمانانو د الفرقان جومات مخې ته مظاهرې وکړې.
--------
ورځپاڼې د افغان سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د ملی وحدت د حکومت د اجرائی شورا مشر عبدا... عبدا... وویل په مناسب وخت به پاکستان ته سفر وکړی.
--------
سټارز اېنډ سټرایپس خپرونې په افغانستان کې د طالبانو د جلا شوی څانګې د نوی ټاکل شوی مشر په اړه لیکلی چې د طالبانو جلا شوې څانګې، محاذ دادالله، مشر ملا امداد الله منصور ټاکل شوی چې د طالبانو د دغې څانګې د پخوانی مشر ملا منصور دادالله وراره دی.
ملا منصور دادالله تېرکال د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د نورو سیالو طالبانو سره د جګړې پر مهال ووژل شو.
سټارز اېنډ سټرایپس خپرونې لیکلی چې د طالبانو جلا شوې څانګې د خپل نوی مشر د ټاکل کېدو اعلان په یوه ویډیویی پیغام کې کړی دی. او زیاتوی چې دا اعلان په زابل کې د یوې غونډې پر مهال شوی دی
----
د نیوزی لېنډ سټَف خپرونې د افغانستان د توریستی برخې په اړه لیکلی دی پر امنیتی ستونزو سربېره افغانستان توانېدلی بهرنی سیلانیان جلب کړی.
سټف خپرونه لیکی چې دغه شرکتونه چې افغانستان ته بهرنی سیلانیان راولی، وایی، د تاوتریخوالی زیاتېدو له کبله دوی اړ شوی په وروستیو میاشتو کې د سیلانیانو ځینی سفرونه کم کړی.
--------
ډېپلوماټ خپرونې په افغانستان کې د زدهکړې په برخه کې پرمختګونو ته کتنه کړې ده او لیکلی یې دی چې په دغه هېواد کې د بریالیتوب له مواردو څخه یو د زدهکړو برخه ده.
او لیکی چې د طالبانو له سقوط وروسته د زدهکړو څانګه د افغانستان له تر ټولو لویو لاسته راوړنو څخه ده.
------