ورځپاڼو ته کتنه ۱۰-۶-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i23482-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱۰_۶_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے یوځل بیا د ایران او نړۍ د ننیو ورځپاڼو له ځینو مهمو خبرونو سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2016 08:45 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۰-۶-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے یوځل بیا د ایران او نړۍ د ننیو ورځپاڼو له ځینو مهمو خبرونو سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې  په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی له اجتماعی زیانونو سره  دعلم  او پوهې، ترجیحی محور او زمانمندۍ په بنیاد مقابلې  ته په اشارې سره وویل، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر تعقیبونې او  حساسیت په اجتماعی ډګر کښې د ذمه وارو ادارو د غېر معمولی تحرک تقاضا کوی.

-------

ورځپاڼې د خاتم الانبیاء (ص) نومې قرارګاه د هوائی دفاعی مرکز د قوماندان امیر فرزاد اسماعیلی له قوله ولیکل، د ایران اسلامی جمهوریت د هوائی دفاع له نظره په دنیا کښې کم نظیره دے.

---------

ورځپاڼې د اسلامی ایران د تېلو د وزیر بیژن نامدار زنګنې له قوله ولیکل، په هېواد کښې د تېلو  تولید په ورځ کښې درې میلین اته نیم لکه بېرلو ته ورسېد.

---------

ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د صنعت،معدن او تجارت د وزیر د قائمقام رضا رحمانی له قوله ولیکل، سږ کال د سامانونو صادرات د تېر کال په نسبت لس میلیارډ ډالره زیاتیږی.

-------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د صهیونېسټ رژیم د ټرانسپورټ وزیر یسرائیل کاتز د نیواکی زمکو او عربو هېوادونو ترمېنځ د رېل د پټلۍ د جوړولو د له منصوبې څخه پرده اوچته کړه.

--------

ورځپاڼې د افغان سرچینو له قوله ولیکل، په پکتیا ولایت کښې د افغان ځواکونو په یو لړ عملیاتو کښې یو سل اویا طالب ځواکونه په هلاکت ورسېدل.

-------

ورځپاڼې د هند سرچینو له قوله ولیکل، هند ادعا وکړه چې  پاکستانی جاسوسی الوتکې د هند د هوائی حریم خلاف ورزی کړې ده.

-----

اطلاعات ورځپاڼې د یمنی منابعو له قوله ولیکل، د دغه هېواد ځواکونو په یمن باندې سعودی ائتلاف د وحشیانه حملو او د بې ګناه خلقو د قتل  عام په ځواب کښې د سعودی په جنوبی سیمو کښې د دغه هېواد په فوځی تاسیساتو، هوائی اډو او تیلی سرچینو باندې بالاسټېک توغندی اورول او آل سعود رژیم ته یې درانۀ تاوانونه ورسول.

--------

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د سوریې د رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد حکومت په سوریې باندې د ترکیې او نېټو د ځواکونو د تیری په خلاف د ملګرو ملتو د امنیت شورا ته په رسمی توګه خپل اعتراض وړاندې کړ.

--------

ورځپاڼې د فرانسې د ولسمشر له قوله ولیکل، تهران او ماسکو د سوریې د مسئلې په هواری کښې مهم رول لوبولې شی.

-------

د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې  ولیکل، د امریکې شپېتو تنو قانون جوړوونکو د دغه هېواد ولسمشر باراک اوباما ته د یو لیک په لېږلو سره له هغۀ وغوښتل چې په یمن باندې د سعودی د وحشیانه حملو او د عامه خلقو د قتل عام په غبرګون کښې دې په سعودی باندې د وسلو خرڅول بند کړی.

-------

ورځپانې ولیکل،امریکې اعتراف وکړ، ایران ته د روسیې د اېس درې سوه توغنده ای دفاعی سېسټم انتقال د ملګرو ملتو د پرېکړلیکونو خلاف ورزی نه ده.

-------

ورځپاڼې د طالب ډلې د سرچینې له قوله ولیکل ، ملا ابراهیم صدر د طالب ډلې د جنګ نوے قوماندان وټاکل شو.

--------

د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې د دغه  هېواد ولسمشر ممنون حسېن له قوله ولیکل، د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د هندی ځواکونو د ظلمونو په خلاف موثره سفارتی هلې ځلې پکار دی.

-------

ورځپاڼې  ولیکل، د پاکستان د سترې محکمې ستر قاضی انور ظهیر جمالی د کوئټې په سېول اسپتال کښې د ترهه ګرۍ په حملې خپله نوټس واخېست او د تحقیقاتو حکم یې وکړ.

-------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، د افغانستان او پاکستان ترمېنځ د چمن په پوله کښې د دوستۍ دروازه د څوارلسمې ورځې لپاره هم تړلې شوې ده.

------

ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان حکومت د اېم کیو اېم د پخوانی مشر الطاف حسېن په خلاف ځینې مدارک د برطانیې حکومت ته ولېګل.

-----

ورځپاڼې د بنګلادېش د سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد سترې محکمې د جماعت اسلامی د مشر قاسم علی د مرګ سزا برقراره وساتله.

--------

د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې تر ډېره په سیمه کې د پاکستان پر منزوی کېدو او د ملی یووالی حکومت د دوه کلنۍ د پوره کېدو په تړاو لیکنې کړی دی.

ویسا ازادې ورځپاڼې د پاکستان له لوری د افغان کډوالو شړلو، د سوداګرو پر وړاندې د دروازو د بندولو او د افغان دولت له وسلهوالو مخالفینو څخه د دغه هېواد ملاتړ ته اشاره کړې ده او لیکلی یې دی، پاکستان پهدې کار سره په لوی لاس خپل لویدیځ ګاونډی "افغانستان" دښمنۍ ته اړ کړی دی.

------

سرخط په خپل لومړی مخ کې هند ته د افغانستان د لوی درستیز د سفر په اړه لیکنه کړې ده.

مطلب زیاتوی، قدم شاه شهیم په دغه سفر کې د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې د هند پر لا زیاتو همکاریو غږیږی او دغه راز د هند حکومت به افغان لوری ته هغه هلیکوپټر ور تسلیم کړی چې مخکې یې ژمنه کړې وه.

---

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم په لومړی مخ کې له افغانستان سره د هند له پوځی مرستو د امریکا د ملاتړ په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلی، د افغانستان په اړه په واشنګټن کې د امریکا او هند دفاع وزیرانو په لیدنه کې خبرې شوی او امریکا له افغانستان سره د هند د پوځی مرستو د دوام هیله کړې ده.

ورځپاڼې بیا د ملی وحدت د حکومت په اړه لیکلی دی، خلک نه یوازې دا چې د ملی یووالی حکومت د مشرانو تر منځ پر اختلافاتو انتقاد لری، بلکې له جوړ جاړی سره یې هم ځکه ناخوښ دی چې ستونزه د پخوا په شان په خپل حال پاته کیږی.

ورځپاڼه وړاندې لیکی چې د خلکو غږ جدی دی او دوی د یوې دودیزې لویې جرګې له لارې د سترو ستونزو دایمی حل غواړی او هیڅڅوک به یې مخه هم ونه شی نیولای.

------

په کابل کې د افغانستان په امریکایی پوهنتون باندې د تېرې اوونۍ برید اوس هم د ځینو لویدیځو ورځپاڼو عناوینو کې ځای لری.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه پر افغان محصلینو باندې د وحشیانه برید ترعنوان لاندې لیکی، د دوامدارو جنګ جګړو او نا امنیو په وړاندې د دغه پوهنتون د ثابت قدمی په هکله چې لس کاله مخکې تاسیس شو پوره باور نه شو کولې.

 

د تېرې اوونۍ برید چې د اوو محصلینو په شمول دیارلس کسه یې په دغه پوهنتون کې ووژل وښودله چې حالات اوس هم څومره خطرناک دی. خو د محصلینو او استادانو هغه تصمیم هیلې بخښونکی دی چې ژمنه یی کړې چې خپلو وظایفو او تحصیل ته دوام ورکوی.

--------

ګارډین ورځپاڼې د هغې استرالیایی مرستندویه کارکوونکې د خوشې کېدو په هکله یو مطلب خپور کړی چې څو میاشتې مخکې په افغانستان کې تښتول شوې وه. ګارډین لیکی چې کیرې جین ویلسن چې په جلال اباد کې یې د زردوزی په نامه کوچنۍ غیردولتی افغان موسسې سره کار کاوه د تېرې اپریل میاشتې په اته ویشتمه په دغه ښارکې تښتول شوې وه.

ګارډین د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولی بیشوپ له قوله لیکی چې ددوشنبې په ورځ یې وویل: "زه تاییدوم چې کیرې جین ویلسن خوشې شوې او اوس ښه او په امن کې ده."

ګارډین د مېرمن بیشوپ دا خبره هم رااخیستې چې ویلی دی: "زه د افغانستان د چارواکو د همکارۍ چې د مېرمن ویلسن د خوشې کېدو آسانتیا یې برابره کړه ژوره قدردانی کوم او دغه راز د استرالیا د قونسلګری د چارواکو زیارونه ستایم چې د مېرمن ویلسن او د هغې د کورنې دوامداره مرسته او ملاتړیې کړی."

---------