ورځپاڼو ته کتنه ۱۸-۶-۹۵
د تهران چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د اسلامی انقلاب له معظم رهبر سره د منا د شهیدانو د کورنیو د کتنې او د حج بېت الله الحرام په اړه د معظم رهبر وېناوې راخېستې دی.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی ا نقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه ای د منا د تېر کال د شهیدانو د کورنیو په کتنه کښې په خپله وېنا کښې وفرمایل: د آل سعو د ملعونه خبیثه شجره د حرمېنو شریفېنو د چارو د چلولو اهلیت او قابلیت نه لری.
دوی زیاته کړه د ایران مېړنے ولس د آل سعود د جهالت په وړاندې ټینګ ولاړ د ے. حضرت آیت الله العظمی خامنه ای د منا په پېښه کښې د خداے تعالی د کور د تقریباً اوو زرو حاجیانو شهادت ته په اشارې سره دا جدی نیوکه مطرح کړه چې د نړۍ هېوادونو او حکومتونو د دې درنې او غمجنوونکې پېښې په اړه ولې خپل رد عمل څرګند نه کړ؟
-----------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی هم پرون د کابینې په غونډه کښې د تېر کال د منا د شهیدانو د یاد د نمانځنې په توګه په خپله وېنا کښې وویل، هیڅ کله به د منا د شهیدانو له مظومانه قتل عام او وینې څخه تېر نه شوو. هغۀ زیاته کړه چې تېر کال د حج په موقع او د قربانۍ د اختر په ورځ په منا په زرګونو حاجیان د آل سعود رژیم د بې تدبیرۍ او بې کفایتۍ په وجه په خاورو او وینو کښې ولنبېدل. چې دا غمیزه هیڅ کله د هېرېدو نه ده.
------
ورځپاڼې د ریاست حجت الاسلام والمسلمین سید محمد خاتمی په مشرۍ د ایران د اسلامی جمهوریت د مجمع روحانیون یعنې د دینی علماو د ټولنې په حوالې سره ولیکل، آل سعود خاندان د حرمېنو شریفېنو د چارو د چلولو اهلیت نه لری.
--------
ورځپاڼې ولیکل، د قم د مقدس ښار د علمیه حوزې عالمانو ټولنې له ایرانی ملت غوښتنه وکړه چې د بحرېن له دینی عالم آیت ا... شېخ عیسی قاسم څخه په ملاتړ کښې په لاریونونو کښې چې سبا د جمعې په ورځ د جمعې له نمانځۀ وروسته په ټول هېواد کښې جوړیږی په ګڼ شمېر سره ګډون وکړی.
------
د اطلاعات ورځپاڼې له قوله د اسلامی ایران د اقتصادو وزیر علی طیب نیا وویل، له اېف اے ټی اېف سره د ایران یو ځاے کېدو د صهیونېسټ رژیم او آل سعود رژیم قهر راپارولے دے.
------
ورځپاڼې ولیکل، ایران د رېل پټلۍ په ذریعې سره له افغانستان سره یوځاے شو چې دا چاره به نه یوازې د ایران او افغانستان بلکه د چین، پاکستان او مېنځنۍ اېشیا د هېوادونو په ګټه وی.
------
ورځپاڼې د لېبیائی سرچینو له قوله ولیکل چې د داعش ترهه ګرې ډلې هغو کېمیائی وسلو ته لارسائی پېدا کړې ده چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر کرنل قذافی ذخیره کړې وې. او دا ویره موجوده ده چې په مختلفو سیمو کښې د داعش د ترهه ګرې ډلې له ماتیو وروسته د ډله ایزې وژلې دغه وسلې استعمال کړی
-------
د ورځپاڼې په قول پلومبرګ خبری سائیټ ولیکل د بودجې د کمښت په وجه د سعودی زیاتره اقتصادی پروژې په ټپه اودرېدې.
-------
اطلاعات ورځپاڼې د عراق د وزیراعظم حېدرالعبادی له قوله ولیکل، د عراق په چارو کښې د سعودی عربستان د سفیر مداخلت د قبول وړ نه دے.
-----
د پاکستان داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې ګواښ وکړ چې په راتلونکو څو ورځو کښې به د دغه هېواد د لاهور ښار په یولسو سیمو کښې د بم چاودنې ترسره کوی.
-------
ورځپاڼې د یمنی خبری سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد ولسی ځواکونو د سعودی په جنوبی سیمه کښې دوه کلی په بشپړه توګه په خپل کنټرول کښې راوستل.
------
ورځپاڼې د سوریې د رسنیو له قوله ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د قدس فورس مشر جنرل قاسم سلېمانی پرون د سوریې د حلب په نجباء سیمه کښې د اسلامی مقاومت د جنګیالیو په ټول کښې حاضر شو او له هغوی سره کتنه او خبرې اترې وکړې او ورته یې مختلفې جنګی مشورې ورکړې.
------
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی انقلاب معظم رهبر د منا د شهیدانو د کورنیو په کتنه کښې وفرمایل، تېر کال په منا کښې د اوو زرو حاجیانو په مظلومانه شهادت باندې د اسلامی نړۍ خاموشی د اسلامی امت لپاره یو لویه بلا او مصیبت دے.
------
ورځپاڼې ولیکل د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف د سعودی د ستر سرکاری وهابی مفتی د وېنا په ځواب کښې وویل، واقعاً چې د ایرانیانو اسلام د سعودی له وهابی تندلاریتوب او ترهه ګرۍ سره هیڅ شباهت نه لری.
-------
ورځپاڼې د اسلامی شورا د جرګې د مشر د مرستیال ډاکټر مسعود پزشکیان له قوله ولیکل، امریکه، اسرائیل او سعودی له برجام او اېف اے ټی اېف سره مخالف دی.
------
ورځپاڼې ولیکل، د بلجیم د رفاه د وزارت یو سلاکار «یوسف کوبو» چې په خپله یوه بیانیه کښې یې صهیونېسټان یې په ترهه ګرۍ د داعش او جرمنی د نازیانو په څېر بللی وو له خپل پوسټه په استعفاء ورکولو مجبور کړے شو.
-----
ورځپاڼې د بحرینی سرچینو له قوله ولیکل، آل خلیفه رژیم د دغه هېواد د نامتو دینی عالم آیت ا... شېخ عیسی قاسم د کور او چاپېره سیمې برېښنا پرې کړه.
------
د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې په خپل سائیټ کښې ولیکل، په کراچۍ کښې ناپېژندل شویو ترهه ګرو درې بسونو او یو ټرک ته اور ورته کړ او هغه یې وسوزول. خو د سرتاوانونو په اړه څه اطلاع نشته.
------
ورځپاڼې ولیکل د دغه هېواد په پېښور کښې د پولیسو د یو موټر مخې ته د بم د چاودنې له امله اته تنه ژوبل شول.
-----
ورځپاڼې ولیکل: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودری نثار علی خان وویل، د کوئټې او مردان د پېښو عاملان وپېژندل شول.
------
ورځپاڼې د دغه هېواد د تحریک انصاف د ګوند د مشر عمران خان له قوله ولیکل، د پاکستان د پارلېمان مشر آیاز صادق اوس غېر جانبدار پاتې نه دے او له نن څخه یې د پارلېمان مشر نه منم.
------
نېشنل انټرسټ خپرونه په افغانستان کې د روانو جګړو په اړه په یوه مطلب کې لیکی: افغانستان د جګړو له یوه بل خونړی فصل سره مخامخ دی. د کندز او لښکرګاه په ګډون د دې هېواد د ډېرو ښاری سیمو مرکزونه د طالبانو د لاس ته پریوتلو له ګواښ سره مخامخ دی.
خو د خپرونې په وینا امریکایی او د ناټو ځواکونه پردې خبرې ټینګار کوی چې د افغانستان حکومت تر اوسه توانېدلی چې ګڼ میشتې ښاری سیمې تر خپلې ولکې لاندې وساتی او طالبان د یوې لویې ساحې په نیولو او ساتلو نه دی بریالی شوی.
------
فارن پالیسی خپرونې هم په افغانستان کې روانې جګړې ته پام اړولی او په یوه مطلب کې لیکی:
د امریکا د متحدو ایالتونو راتلونکی ولسمشر باید له افغانستانه د امریکایی ځواکونو وتل ودروی او په دې هېواد کې د امریکایی ځواکونو د وړتیاوو پر زیاتوالی غور وکړی او که اړتیا وی نور سرتېری دې هېواد ته واستوی.
------