ورځپاڼو ته کتنه ۲۳-۶-۹۵
د تهران چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې پرون د ایران په ټول اسلامی جمهوریت کښې د قربانۍ د اختر د دستورو او د اختر د نمونځونو او خطبو په اړه خبرونه خپارۀ کړی دی.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، آیت الله سید احمد خاتمی پرون په تهران کښې د قربانۍد اختر د نمانځۀ په خطبه کښې وویل،د اسلامی نړۍ عالمان او پوهان پکار دی د حرمېنو شریفېنو د چارو چلول په خپل غاړه واخلی. هغۀ په خپله خطبه کښې تېر کال په منا کښې د ال سعود جنایت ته په اشارې سره وویل،د آل سعود جنایتکاران پکار دی په اسلامی محکمه کښې محاکمه شی او سز ورته ورکړې شی.
هغۀ په دوام کښې وویل که یو کس په هر څه کښې شک کوی خو په دې کښې شک نه لری چې د منا په غمیزه کښې د آل سعود واکمنان نه یوازې تورن دی بلکې د وړومبۍ درجې ګرم او جنایتکار دی.
-------
د ایران د اسلامی جمهوریت د حج او زیاراتو د ادارې مشر وویل، د تېر کال د حج په موقع د منا په پېښه کښې له شهید شویو ایرانی حاجیانو څخه هیڅ یو هم بې درکه شوے نه دے او باقی پاتې څلوېښت شهیدان هم په سعودی عربستان کښې خاورو ته سپارلې شوې دی. خو د سعودی چارواکی د هغوی د ډېن اېن اے ټېسټونو د نتائجو په لاره کښې له خنډونه اچوی.
-------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی به د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په غونډه کښې د ګډون او وېنا کولو لپاره نیویارک ته سفر وکړی او همدارنګ به لاتینی امریکې ته هم لاړ شی.
------
اطلاعات ورځپاڼې همدارنګ ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د یو لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ د غېر جانبدار غورځنګ د غړیو هېوادونو په اولسمه غونډه کښې د ګډون لپاره وېنزوېلا ته لاړ. دغه غونډه چې له د وږی د میاشتې له درویشتمې تر اتویشتمې نېټې پورې جاری وی په مارګاریتا جزیزه کښې جوړه شی.
-------
اطلاعات ورځپاڼې د نظام د مصلحت د ټولنې د سټراټیجکو تحقیقاتو د مرکز مشر ډاکټر علی اکبر ولایتی له قوله ولیکل، په نیویارک کښې د برجام په اجراء کښې د امریکې بدقولۍ تعقیبیږی.
------
ورځپاڼې د بحرینی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد مسلمانانو د لوے اختر له نمانځه وروسته بحرېن د ستر دینی عالم آیت ا... شېخ عیسی قاسم د کور مخکې د آل خلیفه د غلطو او ځپونکو سیاستونو په خلاف مظاهرې وکړې.
------
ورځپاڼې خبر ورکړ چې د ننګرهار ولایت د پولیسو قوماندان زړۀ ور زاهد د سړک غاړې په یوه چادونه کښې ووژل شو. په دغه چاودنه کښې د دغه قوماندان د یو محافظ په شمول څلور تنه عسکر هم ژوبل شول.
--------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د ترکیې د حکومت مخالف مشر فتح ا... ګولن د ترکیې حکومت ته خبردارے ورکړ چې د هغۀ پلویان د هغۀ حکم ته منتظر دی.
-------
د یمن د انصارا... غورځنګ مشر «عبدالملک بدرالدین الحوثی» د نړۍ مسلمانانو ته د لوے اختر د مبارکۍ په ویلو سره څرګنده کړه، آل سعود واکمنان د اسلامی مقدساتو په خلاف د صهیونېسټانو سیاستونه اجرا کوی.
------
ورځپاڼې ولیکل، پاکستان او روسیه ګډ فوځی مشقونه جوړوی.
------
د ورځپاڼې له قوله یمنی ځواکونو د سعودی په الهنجر فوځی اډه قبضه وکړه.
-------
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت په ټولو ښارونو کښې د لوے اختر د نانځۀ په خطبو کښې خطیبانود اسلامی نړۍ او مسلمانانو په اتحاد او یو والی باندې تاکید وکړ.
------
ورځپاڼې د سوریې د سرچینو له قوله ولیکل، ترهه ګرو او صهیونېسټانو د دغه هېواد په جولان کښې د سوریې د حکومت په خلاف د جنګ محاذ پرانېستے دے.
---------
د امریکې لیکوال، اقتصاد پوه او د رېګن د حکومت په دوران کښې د مالیې وزیر ډاکټر "پل گریگ رابرټز" وویل، د ستمبر د یولسمې پېښې عاملین د بوش د حکومت په دننه کښې شتون لرۀ.
--------
ورځپاڼې د اسلامی شورا د جرګې د مشر ډاکټر علی لاریجانی له قوله ولیکل، د منا غمیزه د حج د مناسکو په اده کولو کښې د سعودی د بې کفایتې او نااهلۍ ښودنه کوی.
------
د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې ولیکل، نن په دغه هېواد کښې د لوے اختر دستورې نمانځلې کیږی. په دې موقع په ټول هېواد سخت امنیتی تدابیر غوره کړې شوی دی.
--------
د ورځپاڼې له قوله د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د قربانۍ د اختر په مناسبت خپل پېغام کښې وویل، مونږ نن خپل اختر د کشمیر د خلقو د لازوالو قربانیو په نوم کوو.
------
دنیا ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د عوامی مسلم لیګ ګوند مشر شېخ رشید په نتیا ګلی سیمه کښې په یوه کتنه کښې په خپله ګډه بیانیه کښې وویل له اختر نه پس د حکومت په خلاف رائ وېنډ لاریون به په هر صورت کښې کیږی.
------
ورځپاڼې د پاکستان د امنیتی ادارو د مسئولینو له قوله ولیکل د دغه هېواد مشهور قوال امجد صابری د قتل دوه عاملان چې وروڼه دی او همدارنګ هغوی ته وسله ورکوونکی هم نیول شوی دی.
-----
ورځپاڼې ولیکل، چین او روس خپل ګډ سمندری مشقونه شروع کړل.
------
دنیا ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د جماعت اسلامی مشر سراج الحق وویل، د دغه هېواد د ټولو مسائلو ذمه وار حکومت دے.
-------
نیویارک ټایمز لیکی، دې ته پام سره چې طالب ډلې ډېرې سیمې لاندې کړی او هره اوونۍ پرکابل حملې کوی، ښایی هغوی په اوس وخت کې دې ته ډېر لېواله نه وی چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړی، خو د طالب ډلې پخوانی وزیر اغاجان معتصم ټینګار کوی چې اوس د سولې د خبرو اترو وخت دی.
د نیویارک ټایمز په لیکنه معتصم چې د طالب ډلې پخوانی سرغنه ملاعمر ته نږدې و او اته کاله یې د مختلفو چینلونو له لارې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره هڅې کړی، اوس اکثره وختونه پټ ژوند کوی. نوموړی له نیویارک ټایمز سره په دې شرط مرکه کړې چې ځای به یې نه ښیی.
------
انډین اکسپرس ورځپاڼه د واګې پوله ایزې لارې په اړه په یوه مطلب کې لیکی، یو پاکستانی لوړپوړے چارواکے وایی چې اسلام اباد افغان سوداګر له دې نه دی منع کړی چې د دغې پولې له لارې خپل مالونه هند ته صادرکړی.
له دې مخکې افغان ولسمشر پاکستان ته خبرداری ورکړی وچې که دغه ځمکنۍ پوله پرا ننیزی مرکزی آسیا به ته ترانزیتی لاره له لاسه ورکړی.
ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نفیس ذکریا خبره را اخیستی چې ویلی یې دی، پاکستان د هغه دوه اړخیز تړون ژمنې پرځای کړی چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ لاسلیک شوی دی.
په هغه تړون کې چې یوازې هندی مالونوته اجازه نه ورکول کېږی چې د پاکستان له لارې افغانستان ته صادرشی.