ورځپاڼو ته کتنه ۲۷-۶-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i25357-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۷_۶_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره ورځپاڼو ته کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2016 08:41 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۷-۶-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره ورځپاڼو ته کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی پرون په وېنزوېلا کښې د غېر جابندار غورځنګ په غونډه کښې د ګډون لپاره له تلو مخکې د تهران په مهرآباد هوائی ډګر کښې په خپله یوه وېنا کښې وویل،ټول ته پکار دی چې په نړۍ کښې د سولې او ارامښت لپاره هلې ځلې وکړی.

ولسمشر د غېر جابندار غورځنګ په غونډه کښې له ګډون او له وېنا وروسته د کیوبا د ولسمشر په رسمی بلنده دغه هېواد ته ځی او د دوو اړخیزو تعلقاتو د پراختیا په اړه به د کیوبا له ولسمشر او نورو لوړ رتبه چارواکو سره کتنه او خبرې اترې کوی او بیا به د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کښې د ګډون او وېنا لپاره نیویارک ته ځی.

----------

ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف په وېنزوېلا کښې د غېر جانبدار غورځنګ په غونډه کښې د وړومبنی وېناوال په توګه وویل،د هېوادونو په کورنیو چارو کښې مداخلت او تندلاریتوب او ترهه ګری نړیوال سوله ګواښی چې په داسې حالاتو کښې زغم، په نړیوالو او د ملګرو ملتوپه حقوقو، قوانینو او اصولو باندې پابندی ضروری ده.

------

ورځپاڼې ولیکل،د تهران د جمعې د نمانځۀ خطیب آیت ا... سید احمد خاتمی په خپله خطبه کښې په دې باندې په تاکید سره چې د اېف اے ټی اېف په باره کښې فېصله کول د ملی امنیت د عالی شورا په غاړه دی او د دې مسئلې له سیاسی کولو دې ډډه وشی.

هغۀ زیاته کړه، د قربانۍ د اختر په ورځ داعشی ترهه ګرو د سوریې په ختیځ کښې نولس تنه ځوانان د قربانۍ ځاے ته بوتلل او لکه د پسونو ګډانو ترې یې سرونه پرې کړل چې دا تفکر د وهابیت له بې وقوفانه مکتب څخه رامنځته شوے دے. هغۀ وویل، له نېکه مرغه په چېچنیا کښې د مصر د جامعه الازهر او سنی عالمانو او پوهانو به وروستۍ غونډه کښې په واضحه توګه اعلان وشو چې وهابیت له اسلام سره هیڅ تعلق نه لری او له اسلامه ناخبره ډله ده.

------

ورځپاڼې په یو خبر کښې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د اېټمی انرجۍ د ادرې مشر ډاکټر علی  اکبر صالحی پرون په لندن کښې د اېټمی نړیوال انجمن په کلنۍ غونډه کښې په خپله وېنا کښې وویل،اېټمی انرجی پکار دی د هېوادونو د ملګرتیاو او تعاون زمینه برابروونکې وی.

------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامی  جمهوریت دائمی استازی او سفیر غلامعلی خوشرو د ملګرو ملتو د امنیت د شورا په درې میاشتنۍ غونډه کښې وویل،

ایران د سولې د ټینګښت لپاره د افغان حکومت له هر ډول کوششونو څخه په ملاتړ سره د طالبانو او نورو ترهه ګرو او تندلارو ډلو د ترهه ګرۍ اقدامات غندی. او له دغو ډلو سره د هر ډول ملګرتیا په افغانستان کښې د سولې د ټینګښت د لارې په خلاف چاره ده.

--------

ورځپاڼې د نړیوالې کنګرې د سېکتر حجت‌الاسلام والمسلمین عبدالمجید حکیم الهی له قوله ولیکل، د اسلام په تاریخ کښې د تفکیریانو جنایتونه بې مخینې دی.

----

ورځپاڼې ولیکل د ملګرو ملتو د بشری حقوقو شورا د بحرېن د آل خلیفه رژیم لخوا د خلقو ځپنه وغندله. په دغه بیانیه کښې چې د اروپا اتحادیې لخوا د ملګرو ملتو بشری حقوقو د شورا په غونډه کښې صادره شوه وویل شول چې د بحرېن د آل خلیفه رژیم لخوا د  سیاسی  مخالفینو د تابیعیت لغو کول یوه اندېښمنوونکې چاره ده.

---------

د اطلاعات ورځپاڼې له مخې په ملګرو ملتو کښې د روسیې دائمی استازی وویل، د افغانستان د بحران او حالاتو د سختېدو ذمه اوری د امریکې او نېټو په غاړه ده، په ملګرو ملتو کښې د هند دائمی استازی هم له دغې نړیوالې ادارې وغوښتل چې د طالب ډلې سرغنه ملا هېبت ا... دې بائیکاټ کړی.

------

 ورځپاڼې  ولیکل، چین وویل، امریکه د شمالی کوریا د اېټمی پروګرام د پراختیا ذمه واره ده.

------

ورځپاڼې د پاکستانی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد په مهمندو اېجنسۍ کښې د  جمعې په نمانځه کښې په ځان وژونکې ترهه ګرې حمله کښې پینځویشت تنه مړۀ او په لسګونو نور ژوبل شول.

-------

ورځپاڼې ولیکل، د مصر د جامعه ازهر ستر عالم  شیخ «احمد الشریف الأزهری» وویل، داعش ترهه ګره ډله په وهابیت کښې جرړې لری.

-------

اطلاعات ورځپاڼې د ملګرو ملتو د مشر بان کی مون له قوله ولیکل، پکار دی اسرائیلی رژیم ظلم، نیواکګری او ځپلو ته خاتمه ورکړی.

-----

د ورځپاڼې دلیکنې له مخې په عراق او افغانستان کښې د امریکې پخوانی سفیر زلمے خلیل زاد وویل، آل سعود په سیمه کښې د ترهه ګرو ډلو ملاتړ دی. هغۀ په پولیټیکو نشریه کښې په خپله یوه مقاله کښې وویل، چې ما ته د سعودی یو لوړ رتبه چارواکی په خپله ویلی وو چې هېواد یې په نړۍ له تندلارو او ترهه ګرو ډلو څخه ملاتړ کوی.

-------

د تهران چاپ ایران ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، امریکې،روسیې فرانسې، برطانیې او چین په خپله ګډه بیانیه کښې اعلان وکړ چې په برجام کښې په خپلو ژمنو باندې پابند دی.

-------

ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د اېټمی انرجۍ د ادارې مشر ډاکټر علی اکبر صالحی د اروپائی اتحادیې له مشرې مېرمن فېډریکا موګرینی سره په کتنه کښې ، له برجامه وروسته د هېوادونو په خلاف د امریکې د بائیکاټونو او د بېنکونو او پېسو مشکلاتو په باره کښې خبرې اترې وکړې.

مېرمن موګرینی په دغه کتنه کښې وویل، د ایران او اروپائی اتحادیې د ملګرتیاو لپاره مو ګڼ شمېر لارې او چېنلونه خلاص کړی او لګیا یوو ورو ورو او پرله پسې نورې لارې هم خلاصوو.

-------

ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د قدس شریف د لښکر د  قوماندان قاسم سلېمانی له قوله ولیکل، انشاء ا... د خداے پاک په مرستې او فضل سره به د  عمر تر آخره پورې په سربازۍ کښې پاتې شم.

-------

د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې په خپله نننۍ انټرنېټی پاڼه کښې ولیکل، د دغه هېواد وزیراعظم محمد نواز شریف د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کښې د ګډون او وېنا لپاره نیویارک لاړ. له تلو مخکې هغه وویل، په عمومی اسمبلۍ کښې به د کشمیر مسئله په ښۀ ډول سره وړاندې کړې شی.

------

ورځپاڼې ولیکل، پرون په مهمندو اېجنسی کښې د جمعې د نمانځه په دوران کښې په ځان وژونکې حمله کښې د نهویشت وژل شویو کسانو د جنازې مراسم ترسره شول.

--------

دنیا ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان امنیتی ځواکونو د دغه هېواد پنجاب صوبې د لاهور ښار په علامه اقبال ټاون کښې د ترهه ګرۍ د سترو علمیاتو په ناکامولو سره د داعش تکفیری ډلې څلور تنه ترهه ګر ونیول او ورسره یې یوه اندازه چاودېدونکی مواد او وسلې هم ونیوې.

۰۰۰۰۰۰۰

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د هند او افغانستان د اړیکو پر پراختیا او پر پاکستان یې د اغېز په اړه لیکنې کړې دی.

هېواد دولتی ورځپاڼې لیکلی هند به تل د ښه دوست په توګه د افغانستان ترڅنګ ولاړ وی او د افغانستان او هند اړیکې د هېڅ چا په زیان نه دی.

ورځپاڼه زیاتوی، پاکستان د افغانستان او هند دوستی نشی زغملې، نو پرضد یې غبرګون ښودلی او له دې ملګرتیا څخه په اندېښنه کې دے.

--------

بلې دولتی ورځپانې انیس لیکلی،افغان حکومت هڅه کوی چې له نړۍ په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره ټینګې ډیپلوماټیکې اړیکې ولری او له دې لارې د تروریزم پرضد یوه ګډه اجماع رامنځ ته کړی. د لیکوال په باور ټروریزم سیمې اونړۍ ته ګډ ګواښ دی چې پرې وړاندې یې باید جدی اقدامات او مشترکه مبارزه وشی.

------

چراغ خپلواکې ورځپانې بیا لیکلی دی،د ټروریزم پر ضد د افغانستان، هندوستان او پاکستان ګډه او صادقانه مبارزه کولای شی، د درېواړو هېوادونو ملی ګتې خوندی کړی او په سیمه کې امنیت ټینګ کړی. د لیکوال په باور له دې اقدام پرته به په سیمه کې سیالۍ او کړکېچونه همداسې دوام وکړی چې د هیڅ چا په ګټه نه ده.

--------

د نیا خپلواکې ورځپانې بیا د امریکې له قوله لیکلی پاکستان دې ترهګر له هر ډول توپیر پرته په نښه کړی.

----------

اوسرخط خپلواکې ورځپاڼې لیکلی کوم اقدامات چې د وسله والو د له منځه وړلو په هدف پاکستان کوی، د لیکوال په باور دا یا دورغ دی او یا هم د نړیوالو د تېر ایستلو لپاره کېږی.