ورځپاڼو ته کتنه ۷-۷-۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره ورځپاڼو ته کتنه نومې پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی وویل،خلقو ته حقائق بیانول له ملی پروګرامونو څخه د هغوی د ملاتړ زمینه برابروونکی دی.
----
ورځپاڼې د نظام د مصلحت د تشخيص د شورا د مشر آیت ا... هاشمی رفسنجانی له قوله ولیکل، هنرمندانو او شاعرانو ته پکار دی د جنګ د دوران یاد لکه د شاهنامې د تل لپاره ژوندے وساتی.
-------
ورځپاڼې د اسلامی ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند بهرام قاسمی له قوله ولیکل، د سیمې ځینو هېوادونو ته پکار دی خپل سټراټیجک اشتباهات او غلطۍ اصلاح کړی.
-------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقی او نړیوالو چارو مرستیال سید عباس عراقچی وویل، نړیوالې ټولنې ته پکار دی چې د اېټمی بې وسلې کولو لپاره ټاکلے وخت ولری.
------
اطلاعات ورځپاڼې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال حسېن جابری انصاری په حوالې سره ولیکل، د ایران سیاست په سیمه کښې جنګ جګړې او تاوتریخوالے نه دے. هغۀ زیاته کړه، سعودی کلونه وشول له خپلو چار چاپېره حقائقو سره جنګیږی او په نیابتی توګه او د ترهه ګرو ډلو له لارې دغه کار کوی.
---------
ورځپاڼې د ایرانی او پاکستانی سرچینو له قوله ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت څلور سمندری جنګی بېړۍ د پاکستان کراچۍ بندر ته ورسېدې او هلته کښې یې د پاکستان د سمندری ځواک لوړ رتبه فوځی چارواکو هرکلے وکړ.
-------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د ایران اسلامی جمهوریت او اېټالیا پرون د فارس خلیج په اوبو کښې ګډ سمندری مشقونه وکړل.
----
ورځپاڼې د اسلامی ایران د کورنیو چارو د وزیر عبدالرضا رحمانی فضلی له قوله ولیکل، د امام حسېن (ع) د شهادت په څلوېښتۍ کښې د ګډون لپاره عراق ته تلونکی کسان دې د عراق ویزه ولګوی.
-------
ورځپاڼې ولیکل، فلسطین مقاومت د غزې په تړانګه کښې د دوو نویو توغندیو د مخ کتنې مراسم ترسره کړل.
------
اطلاعات ورځپاڼې د لبنانی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د حزب ا... غورځنګ مشر سید حسن نصرا... وویل، وهابیت په نړۍ کښې د اسلامی سپېڅلې څېره خړه پړه او بدنامه کړې ده.
------
ورځپاڼې د افغانستان د رسنیو له قوله ولیکل په قندوز کښې یو نفوذی طالب دولس تنه افغان ځواکونه په ډزو سره ووژل او له ځایه وتښتېدۀ.
------
ورخپاڼې د سعودی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد باچا شېخ سلمان د هېواد د د اقتصادی حالت د سخت کمزوری کېدو له مخې د وزیرانو او نمائندګانو د تنخواګانو د کمولو حکم جاری کړ.
------
ورځپانې د یمنی سرچینو له قوله ولیکل، د یمن په صعده سیمه کښې په یو کور باندې د سعودی جنګی الوتکو په وحشیانه بمبارۍ کښې د یو څو ماشومانو او ښځو په شمول د یوې کورنۍ لس غړی ووژل شول.
-----
ورځپاڼې د ترکیې د رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد حکومت له ګولن ډلې سره د ارتباط په تور د ملی امنیت د ادارې اوۀ اتیا غړی څنګته کړل.
------
ورځپاڼې ولیکل، په بغداد کښې د بمی چارودنو له امله اتلس تنه مړۀ او په لسګونو نور ژوبل شول.
------
اطلاعات ورځپاڼې په یو بل خبر کښې ولیکل، د جرمنی سډن ښار کښې په یو جومات او د نړیوال غونډو په یو مرکز کښې د بم چاودنې رامنځته شوې چې سرتاوانونه یې نه دی لرلی.
------
ورځپاڼې ولیکل، د هند توپونو په پاکستانی سیمو باندې ګوله باری وکړه.
-------
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د ټولو قواو د معظم مشر د مرستیال جنرل سیدحسن فیروزآبادی له قوله ولیکل، که آل سعود څه غلطه لاس پښه وخوزوله نو په نړۍ کښې به د هغوی او وهابیت څه نوم او نښان پاتې نه شی.
--------
ورځپاڼې د سوریې د سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد په حلب سیمه کښې د دغه هېواد د فوځی او ولسی ځواکونو پرمختګونو د ترهه ګرو ملاتړی سخت اندېښمن کړی دی.
------
ورځپاڼې ولیکل، د امریکې او اروپا یو شمېر مشهورو رسانه ای،پوهنتونی، اکاډېمکو د او بشری حقوقو څلور شپېتو شخصیتونو د ملګرو ملتو مشر ته په یو لیک کښې ولیکل، د بحرېن د آل خلیفه رژیم جنایتونه د نړیوالو قوتونو او د بشری حقوقو د مدعیانو په ملاتړ سره ترسره کیږی.
-----
ورځپانې د ایران ملی امنیت د شورا د سېکتر علی شمخانی د سوریې د پارلېمان له مشرې مېرن هدیه خلف عباس سره په کتنه کښې په سوریې کښې له ترهه ګرو ډلو څخه د امریکې څرګندونو مالی او فوځی ملاتړونو ته په اشارې سره وویل، د موجوده بحران د ختمولو یوازېنۍ لار د سوریه والو ترمېنځ د خبرو اترو دوام دے.
--------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د نفوسو شمېر له اتیا میلنو واوړېدۀ.
-------
د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن د لاهور خلقو ته د رائېونډ په لور د لاریون کولو بلنه ورکوی.
--------
ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف وکیل د پانامه لیکس په لړ کښې د انتخاباتو د کمېشن د سماعت چوکاټ چېنلج کړ.
---------
ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د پنجاب صوبې د پارلېمان مخې ته د کروند ګرو پرلت غزونه نن په دویمه ورځ هم دوام موند.
------
دنیا ورځپاڼې ولیکل، د دوه اتیا ورځو له تېرېدو سره د هندتر کنټرول لاندې کشمیر کښې د هندی ځواکونو لخوا د کشمیریانو د ځپلو سلسله هم هغه شان دوام لری.
--------
ورځپاڼې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له قوله ولیکل، که حکومت نیول شوی کرونده ګر ازاد نه کړل نو سخت اقدام به وکړی.
------
ورځپاڼې ولیکل، د امریکې د راتلونکو انتخاباتو د نامزدانو په وړومبۍ مباحثه کښې مېرمن هېلری کلېنټون په ټرامپ باندې برتری حاصله کړه.
-------
دنیا ورځپاڼې ولیکل په شام کښې د دغه هېواد فوځی ځواکونو په حلب کښې د ترهه ګرو مرکز د هغوی له قبضې ازاد کړ. چې پکې ترهه ګرو ته سخته مرګ ژوبله رسېدلې او ډېر تښتېدلی دی او په سیمه کښې د سوریې د ځواکونو پرمختګ روان دے.
---------
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو د ملی یووالی حکومت د دوام او له حزب اسلامی سره د سولې د تفاهم لیک پر موضوع مطالب خپارۀ کړی دی.
سرخط ورځپاڼې لیکلی دی، عبدالله عبدالله د برخلیک په افت اخته دی او ده تیرې اووه میاشتې د خپل برخلیک پر مسئلې تېرې کړی دی.
--------
چراغ ورځپاڼې خپله لیکنه له حزب اسلامی سره د سولې موضوع ته ځانګړی کړی او ویلی یې دی چې له ګلبدین حکمتیار سره د دولت توافق ائتلاف دی نه سوله.
د لیکوال په باور له حکمتیار سره سوله هم موافقین لری او هم مخالفین خو د سرمقالې لیکوال په دې اړه چې دا توافقنامه ولې سوله نه بلکې ائتلاف دی څه نه دی ویلی.
-------
دې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په یوه جلا مطلب کې لیکلی چې د طالبانو د ملا رسول ډلې له افغان دولت سره د حزب اسلامی د سولې د تفاهم لیک ملاتړ کړی دی او دا چې حکمتیار له افغانستانه د بهرنیو ځواکنو د وتلو پر مهالویش ټینګار کړی دا یې ستایلی دی.
-------
ویسا هم له حزب اسلامی سره د سولې د مسئلې په اړه لیکنه کړې او ویلی یې دی چې سبا به په ارګ کې په یوه لویه غونډه کې د ولسمشر غنی او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې تفاهملیک لاسلیک شی.
ورځپاڼه زیاتوی که دا تفاهملیک سم عملی شی، په مناسب ډول پر مخ ولاړ شی او دواړه لوری په هوښیارۍ او مسؤلیت سره عمل وکړی دا یو ډېر مهم او لوی ګام دی.
د لیکونکی په خبره که پورتنیو ټکو ته پام وشی دا تفاهم په لویه پروسه بدلیدای شی او په افغانستان کې به روانه بدمرغه جګړه هم پای ته ورسوی.
----